افغانستان

فراه: د مسافرو په بس چاودنې «۵۰» تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت د آب خرما ولسوالۍ اړوند سیمه کې له هرات څخه د کندهار په لور تلونکی د مسافرو بس په ماین ختلی، چې له امله یې «۵۰» تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د «اوا» خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه نن سهار د هرات- کندهار په لویه لار د «شاوز» په نامه سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، کله چې یو مسافر وړونکی بس د سړک غاړي ماین ته برابر شو چې په پایله کې یې ۳۴ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپيان شول.

راپور زیاتوي، د پېښې په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړ ه شي.

د هرات ولایت د امبولانسونو د برخې مشر « ابراهیم محمدي» وايي، سیمې ته یې امبولانسونه لېږلي او تر دې دمه یې ۸ ټپيان روغتونونه ته رارسولي.

د پېښې پړه لا تر دې دمه کومې ډلې نه ده منلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

افغان وژنه او مسلمان وژنی ته چم دی، خو یو تعداد په دین ناخبره او بی زایه احساساتیان دا هم جهاد بولی یا د وطن دفاع، چی ورته ووایی چی دغسی بیگناه وژلو ته سه شرعی دلیل لری؟؟؟ یو له دین خخه بی خبره به درته ووایی چی دالر خوره، غلامه، بی دینه، ترمپ دی کاکا دی په اشغالگرو دی خوا بدیژی. او بل به بیا درته وایی خاینه، دا نظام ددی وطن دفاع کوی او ته یی غندی! دوارو ته وایم چی جهاد د یرغلگرو سره وکی وطن له یرغلگرو او تورو پنجابیانو وژغوری، هسی بی گناه لارویان، کلیوال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x