افغانستان

ننګرهار: ګډو ځواکونو د ليسې په شمول د خلکو کورونه ويجاړ کړي او شپږ ملکيان يې وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو يو ځل بيا د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د شپنيزې چاپې پر مهال د سيمې د ليسې په شمول د خلکو درې کورونه ويجاړ کړي، شپږ ملکيان يې وژلي، دوه يې ټپيان کړي او يو يې ژوندی بيولی دی.

دا پېښېه د شېرازدو ولسوالۍ ګندمک سيمه کې شوې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي مجيب الرحمن نن ټکی اسيا ته وويل، د شپې ناوخته چورلکو ټوله سيمه محاصره کړې وه، هېڅوک نه پوهېدل، چې څه روان دي، خو سهار خبر شول، چې ګډو ځواکونو د سيمې عام خلک وژلي، چې له طالبانو سره  يې هېڅ ډول اړيکه نه وه او د سيمې يوازينۍ لېسه يې هم ويجاړه کړې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د پيل راهيسې د افغانستان په ګڼو سيمو کې د چاپو او عملياتو پر مهال د ملکيانو مرګ ژوبله کې بې ساري زياتوالی راغلی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «یوناما» هم تېره ورځ په يوه راپور کې ويلي و، چې د حکومت پلوو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی، خو ګډ حکومت او امریکايي ځواکونه دا راپورونه ردوي او په دغو پېښو کې وژل شوي خلک طالبان بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

انا لله و انا اليه راجعون ای غاصبو کفارو او منافقو غلامانو ! که بليک واټر راولی او که ريډ واټر راولی ، که په زرهاوو او لکهاوو وحشيان نور هم راولی ، که مسجدونه ، مدرسی ، ليسی او دخلګو کورونه ونړوی ، که مو د مور او د انا بمونه هم وغورځوی ، که مو بنديخانی په مجاهدينو ډکی کړی ،….، او اويا زره نور ظلمونه او حرامزادګی هم وکړی ، بيا به هم ناکامه ، سر ټيټی او بايلونکی ياست . د دی غيرتی او مجاهد ولس په زور او د الله(ج) په غيبی مرسته به نور… نور لوستل »

ahmad

د نن ټکی آسیا ویب سایټ چلوونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. محترمو : که د جنګ دواړه لوریو مړو ته شهیدان نه شو ویلای ،نو د عامو افغانو چه د امریکایانو له خوا له منځه وړل کیږی ولی ورته شهیدان نه لیکی دا خو نه دولتی دي او نه طالبی دی چه د وژنی په اړه یی د شهید ویلو شکمن یی (بناء په دی چه دواړه مسلمانان دی ، اذا التقی المسلمان بسیفیهما فالقاتل والمقتول کلاهما فی النار، اشغال او نوری کیسو بحث ته نه ځم)نو دا ملکی وګړی چه د امریکایانو په چاپو او بمبار کی وژل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x