افغانستان

پنټاګون په کندهار کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هویت څرګند کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په کندهار کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هویت څرګند کړ.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې وژل شوي امریکايي سرتیري برینډن جی کریسچر (۲۰ کلن) او مایکل ایسایه نانس (۲۴ کلن) دي او د شیکاګو اوسیدونکي دي.

د کندهار پولیسو سي ان ان امریکايي تلویزون ته ویلي چې دوه امریکايي سرتیري د دوشنبې په ورځ یو افغان سرتیري پر ډزو ویشتلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې افغان سرتیری په ځوابي ډزو کې ټپي شوی دی.

پنټاګون وايي چې د پېښې په تړاو څېړنې کوي.

په روانه جولايي میاشت کې تر دې دمه ۵ امریکايي سرتیري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو څرګنده کړې وه چې ډونلډټرمپ په پام کې لري چې تر ۲۰۲۰ ټاکنو مخکې په افغانستان کې د پوځیانو شمیر کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

په توله میاشت دری اشغالگری یی مردار کری دوه هم دابل د نر بچی سقر ته استولی. اشه، سوال داچی چی مسلمانانو سو پخپلو کی سره وژلی؟؟ تقریبا ۳۰۰۰ دری زره! یوازی په ۲۴ ساعته کی حکومت د ادعا لمخی ۴۰۰ طالبان مره دی نو سو به حکومتی مره او سو ولسی؟؟؟ یو سه مغز په کله کی سته چی فکر وکی ولی مرو؟؟؟ دا زکه نوژ د خدای تعالی خخه مخ ارولی، موژ وطن دوستی، اخوت، متقابل احترام یو بل ته گذشت نه پیژنو. بس خپل لمونز به یی نه وی زده تاته به بیله کوم شرعی استناده د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x