افغانستان

سرچينه: ښايي عطاء نور له حنيف اتمر څخه جلا او د عبدالله ټاکنيز ټيم ملګری شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل):  د جمعيت اسلامي ګوند د اجرائيه مشر عطاء محمد نور او د ولسمشريزو ټاکنو د کانديد حنيف اتمر ترمنځ د اختلافاتو د زياتېدو له امله ښايي نور د عبدالله عبدالله ټاکنيز ټيم ملګری شي.

عطاء نور ته نږدې سرچينې وايي، د جمعيت اسلامي مشر او د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني هڅه کوي، چې عبدالله عبدالله د نور کور ته ورولي او هغه د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرايۍ ټيم غړی کړي.

صلاح الدين رباني وروسته تر هغه د عطاء محمد نور او عبدالله ترمنځ د نږدې کېدو هلې ځلې پيل کړي، چې د نور او اتمر ترمنځ د صدراعظمۍ څوکۍ پر سر اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي او اتمر په دې اړه د نور غوښتني نه مني.

سرچينه وايي، د حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټيم لومړی مرستيال يونس قانوني له هېواده بهر دی او کابل ته په راتلو به د نور او اتمر ترمنځ د روان اختلاف په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

د جمعيت اسلامي ګوند سرچينې وايي، که حنيف اتمر د صدراعظمۍ څوک په اړه د عطاء محمد نور غوښتنه ونه مني، کېدای شي، چې يونس قانوني، اسماعيل خان، عتيق الله بریالی او فوزيه کوفي د سولې او اعتدال له ټيم څخه خپله لاره جلا کړي.

د سولې او اعتدال ټيم مطبوعاتي دفتر تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

داسې ويل کيږي، چې حنيف اتمر هم د امنيتي ګواښونو او د سولې روانو خبرو له امله د ټاکنو په ترسره کېدو باوري نه وي او کېدای شي پر خپل دريځ ټينګ پاتې شي او د صدر اعظمۍ د څوکۍ په اړه د عطاءمحمد نور غوښتنې رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

سیاست دوست او دښمن نلری، کله چی تیر ولسمشری ټاکنی وی نو عطامحمد نور د عبدالله ټاکنیز ملګری وو چی کله اشرف غنی عطامحمد د بلخ له امپراتوری ښکته کړ نو عطامحمد، عبدالله ته ګواښ وکړ چی غاښونه به دی مات کړم، همدارنګه چی کله نوی ټاکنیز ټکټ کی همدی کسانو (یونس قانونی، محقق، دوستم، بسم الله خان، اسماعیل خان او داسی نور د جمعیت د ډلی نور غړی) خپل ټکټ د حنیف اتمر سره اعلان کړ نو زیاتره سیاسیونو دا فکر کاوو چی کیدای شی حنیف اتمر په نیمه لار کی تنها پریږدی او دا کسان عبدالله یا احمد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x