افغانستان

کرزی: د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د بهرنيو پوځيانو شتون دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د افغانستان د روانې غميزې او جګړې تر ټولو ستر او اساسي لامل بهرني پوځيان دي او امریکا بايد د سولې راوستو په موخه خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

کرزي روانه جګړه پردۍ بللې او زياته کړې يې ده، چې د دې جګړې ټول قربانيان افغانان دي.

نوموړي له ملي راډيو تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، امریکا او پاکستان د سولې پر وړاندې ګډې دسيسې جوړوي او افغان سياستوال بايد د امریکا او پاکستان د دسيسو مخه ونيسي.

کرزي په خپلو څرګندونو کې د ملکيانو مرګ په مرګ ژوبله خواشنيني ښودلې او پر حکومت يې غږ کړی، چې د عملياتو او چاپو پر مهال د ملکيانو له وژلو او ځورولو لاس واخلي.

هغه ويلي، افغانستان د امریکا او پاکستان د دسيسو ښکار دی، دواړه هېوادونه د افغانستان په روانه جګړه او د سولې پروسه کې خپلې ګټې لټوي او له افغان سياستوالو يې غوښتي، چې د دغو دسيسو پر وړاندې په ګډه ودريږي او د افغانستان کشالې ته په يوه غږ سوله‌ ييز حل ولټوي.

کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يوه لور ته د افغانستان روانې کشالې د حل لپاره د امریکا او طالبانو مذاکرات مهم پړاو ته داخل شوي او بل لور ته په هېواد کې د د ګډو عسکرو په چاپو او عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تر هيښوونکې کچې زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

د تورې او قلم خاوند خوشحال خټک څه ښه وايي :
چې دستار تړي هزاردي _ ددستار سړي په شمار دي
په زرګونو خلک پګړی تړي خو د مشرتابه پګړۍ ، د شمارکسانو په سر وي .

جميل

کزيه ! هير دی سول چی د همدی بهرني سی آی ای پر اوږو سپور د بی ۵۲ په وحشی بمباريو سره هيواد ته غل غوندی پټ راغلی . هغه ظلمونه او وحشتونه چی ستا په لمړيو کی د دی موئمن او مظلوم ولس سره تاسو بی همتواو د دين او هيواد دښمنانو او ستاسو وحشی کافرو مالکانو تر سره کړل د بشريت په تاريخ کی يی مثال نشته . هغه وخت د دی وحشت قربانيان څوک وه هغه وخت هم امريکا ، پاکستان او نورو ډيرو د افغانانو پر ضد دسيسی جوړولی خو تاسو غوندی بی دينه ، بی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x