افغانستان

خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته روان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له څو شپو تېرولو وروسته نن ماسپښين ناوخته له طالبانو سره د اتم پړاو مهمو خبرو د پيلولو په موخه قطر ته روان شوی دی.

خلیلزاد په خپل تويټر پيغام کې ليکلي: زه دوحې ته روان شوم، په اسلام اباد کې به لنډه دمه وکړم او که طالبان خپل مسووليت تر سره کړي، موږ به هغه هوکړه نهايي کړو، چې دا دومره وخت مو پر کار کړی دی.

خليلزاد په کابل کې خپلې څو ورځنۍ بوختياوې د خپل ماموريت تر ټولو ګټورې ناستې بللي او وايي، چې کابل او واشنګټن پر راتلونکو ګامونو هوکړه کړې او د سولې لپاره به تخنيکي ټيم هم جوړ کړي.

امریکا او طالبان دواړه د روانو مذاکراتو اتم پړاو ته خوشبينه دي او وايي، چې دا به د سولې په خبرو کې هوکړې ته د رسېدو وروستۍ ناسته وي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي و، چې امريکا سره يې د سولې خبرې تر اتيا، نوي سلنه نهايي شوي او که امریکا له معقول دريځه کار واخلي، په راتلونکې ناسته کې به هوکړې ته ورسيږي.

طالبان ټينګار کوي، چې د سولې لپاره د ټولو بهرنيو پوځيانو وتل اړين دي او په مقابل کې يې امریکا غواړي، چې د افغانستان له خاورې بايد امریکا او متحدينو ته هېڅ ډول ګواښ نه وي متوجه.

اوس داسې ښکاري، چې امریکا د خپلو پوځيانو بشپړ وتل منلي او په مقابل کې يې طالبانو امریکا ته د ګواښونو نه پېښېدو ډاډ ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد اريوبى

بس همدې ته باعزته سوله ويلاى شو

الحاج استاذ بیانزی

دروغ، غلا او درغلی د کمزورو خلکو کار دی، هغوی چه مادی او معنوی پیاوړتیا ولری هغوی دروغ نه وایی غلا نه کوی او په کړنو کی درغلی نه کوی. له بده مرغه امریکا [چه افغانانو یی مقابل اړخ ( روسانو ) په ماتولو تری د نړی یکتازه ابرقدرت جوړ کړو ]. سره د دی چه مالی او نظامی پیاوړتیا یی زیاته مګر په دروغو، غلا او درغلیو کی هم تر اخری کچی ځانګړتیاوی لری. په عمل او وینا کی ثابت او رښتونی نه دی. هماغه د قران هغه مثال چه ( د دوی مثال د هغو مسافرو دی چه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x