نظــر

د امریکا وروستۍ جګړه

لیکنه: ډاکټر فیض محمد ځلاند

امریکا د یویشتمې پیړۍ د ځبر ځواک په توګه د معاصر تاریخ د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی. امریکا هم لکه د نړۍ د تېرو پیړیو د ځبرځواکونو، ښکیلاګرو او نیواکګرو هېوادونو په څېر ځان په جګړو کې غوښن او ټولمنلی کړ. د نړۍ په اوسني اوجود کې د ټولو جګړو ناره د امریکا د ولسواکۍ، بشر دوستۍ، ترهګرۍ او ورته درواغجنوو شعارونو تر سیورو لاندې ترسره کېږي، په لبیا، سوریه، عراق، د افریقا په ټوله وچه کې، په ګران وطن افغانستان کې د جګړې اور ته پوکي امریکا ورکړل، سره له دې چې امریکا په شلمه پیړۍ کې ناکامې جګړې وکړي، سخت ګذارونه یې وخوړل په کوریا، ویتنام، سومالیا کې زرګونه پوځیان پوپنا شول، له شرموونکي ماتو سره مخ شو، خو کومه سوبه چې افغانانو د شوریانو خلاف وکړه، د هغې نړیوالې اتلولۍ قهرماني امریکا ترلاسه کړه. د سړې جګړې د ګټلو په پلمه، ماته شوې ( په کوریا، سومالیا په ویتنام کې) امریکا له شلمې پیړۍ څخه بریالي ووتله، دا ځکه چې  شوروي په شلمه پیړۍ کې د امریکا د ماتو تر شا ولاړه وه، امریکا چې په کیوبا کې ماته وخوړه هم تر شا یې د کمونیستي شوروي لاس و دا څه چې د ویتنام او کوریا په ماتو کې امریکا خپل اصلي دښمن لا هم شورویان ګڼي.

خو تاریخ دا ځل په بله بڼه تکراریدونکی دی، یویشتمه پیړۍ کې، امریکا یکتازه د جګړې مختلفو ډګرونو ته راووتله، سره له دې چې په شوروي، اوسنۍ روسیه، کې هغه زور او ځواک نه دی پاتې؛ خو بیا یې هم د امریکا د سوريې سنګر ته د سر درد جوړ شو؛ خو د دې تر څنګ د امریکا یرغل په افغانستان کې، دا ځل چین ته جټکه ورکړه.

چین چې د شلمې پیړۍ او یویشتمې پیړۍ د پیل تګلاره یې د  انتظار او کتلو (Wait and See) په نیت ولاړه ده، ورو، ورو د امریکا په خلاف د جګړې وسایلو ته لاس اچوي. د پاکستان مقاومت د امریکا د پرلپسې فشارونو په وړاندې، د چین ښکیلتیا لا ځواکمنوي، چین په تېرو لسو کلنو کې ګوادر ته درسېدو پروژې تر څنګ د یو هېواد او یو کمربند ( One Built, One Country ) پروژې پیلولو سره د اقتصادي یرغل تر څنګ د امریکا د لمن را ټولیدو پیل یې هم ګڼلی شو. په تېرو څو کلنو کې، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې چیغه هم کله پورته شوي، تر شا یې د پاکستان د بیداریدا او ځواکمنیدا غږ هم شوی، امریکا په دې پوهېږي، چې پاکستان ورسره دوه رنګه لوبه وکړه، امریکا یې په افغانستان کې بریالیتوب ته پرېنښوده، د افغانستان د بهرنیو د یرغل د شکست تاریخ یې په امریکا تکرار کړ، امریکا په پاکستان د پوره فشار ځواک ځکه له لاسه ورکړ، چې امریکا له دې ویره لرله چې پاکستان به لا زیات د چین لمن ته ولوېږي، مطلب، د امریکا دا وېره ریښتوني ده.

افغان طالبانو د چین او امریکا د ټکر څخه لکه د مجاهدینو په څیر د شوروي او امریکا له ټکر څخه، اعظمي ګټه پورته نکړه، ځکه چین لا هم د امریکا په ګټو د نېغ په نېغه یرغل تابیا نلري؛ خو د یویشتمې پیړۍ دا ټکر زر واقع کېدونکی دی.

امریکا په جګړه کې ملتونه، دولتونه له ځانه لرې کړي، ویې نشوای کولی، چې ملتونه یا هېوادونه خپل ملګري کړي، امریکا د هر یرغل ( عراق، سوریه، افغانستان حتی ویتنام، سومالیا، کوریا کې هم ) هر څه مات کړل ( له زړونو نیولي تر کورونو یې مات کړل)، ګډوډي یې جوړه کړه، دا هېوادونه یې همداسې ګډوډ پرېښودل او ترې لاړل.

له ګران افغانستان هم امریکا غواړې همداسې ووځي، د امریکا پوځي مشران لا هم پخپلې دې غلطۍ پوهېږي، کوښښ کوي چې څه تر شا پرېږدي، خلیلزاد د یو افغان امریکايي په توګه په دې باور دی، چې د افغانستان ماتول او پرېښودل به د خپل مورني وطن ورانول او پرېښودل وي، ځکه لا د سولې په خبرو کې د طالبانو په وړاندې د امریکا د ګټو د خوندیتوب د پاره ټیکاو کوي؛ خو لرې نه ده چې دا خوب تعبیر پیدا نه کړې، امریکا په تېښته له ګران وطنه ووځي، هر څه ګډوډ تر شا پرېږډي.

ځکه، د ګران افغانستان جګړه به د امریکا د معاصر تاریخ وروستۍ جګړه وي، چې د امریکا د شکست او په نړۍ کې د ماتې پیلامه شي، که د امریکا سیاسیون د امریکا د خوندیتابه د پاره د خپلو یرغلیزو سیاستونو په بدلون فکر ونه کړۍ، امریکا به د ګران افغانستان څخه له وتلو وروسته کله هم بیا په بل هېواد د یرغل توان پیدا نه کړې، دا جګړه د هوښیارې امریکا وروستۍ جګړه ده، د سر زورې او ناپوهې امریکا د نابودۍ او کور دننه د ویش پیل یې هم بللی شو.

خدای دې وکړي، چې موږ افغانان د خپل ګران وطن په وړاندې د مسولیت احساس وکړو، خپل وطن، خپل اختیار خپل کړو، د نوور بیدارو ملتونو په څېر د خپل ګران وطن او مظلوم ولس خوندیتابه ته کار ووایو، د غلا، چور تالان او بد نیتۍ وروستي سیاستونو ته په ځغرده ( نه) ووایو، که داسې ونکړو، تالا والا به شو.

درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ځلانده ! ستاسو به دا هير وی چی پاکستان څومره لويه غداری او خيانت له طالبانو سره وکړ ، څومره يی بنديان او په بنديخانو کی شهيدان کړل ، څومره يی ژوندی امريکايانوته وسپارل ، نه يی د طالبانوسره کوم مالی ملاتړ چا وليدی او نه هم کوم سياسی خواخوږی . دا چی تاسی هم ځنی نورو غوندی د امريکا د ماتی افتخارات و پاکستان ته وربخښی او د خپل غيرتی او ميړنی مجاهد ولس قربانی نه وينی ، پدی خو به هرومرو پوهييږی چی د پاکستان دوه رنګه لوبه يعنی څه ، که په رښتيا پدی دوه رنګه لوبی… نور لوستل »

غوربندي

ځلاند صاحب پاکستان مو په غټ کاڼي تللی او ښه ځلولی دی،،، دومره يې څوک نه درسره مني، تر مونږ بدتره له لوږې مړ کيژي.

زه ډېر هيله من يم چې د امريکايانو له وتلو سره به د سولې او ثبات مخ وينو ان شاءالله ،، خو ستاسو د ليکنې محتويات کټ مټ د کمونست او خاين نجيب د ګوډاګی ادارې د سقوط په شپو ورځو کې د بي-بي-سي خبرو ته ورته دي.

نواب

ددی تولو ناخوالو یوازنی علاج یوقوی اسلامی نظام ته ضرورت لری بیا که سوک نر وی بد ماشی دی وکری،بیابه په تول گران افغانستان کی نه زورواکی وی نه به مافیا وی،

عبد الله

طالبانو کی داسی خلک دیر دی چی د پاکستان سر سخت ضددی، لکه ملا عبدالسلام ضعیف، متوکل، ملا برادر او… اما یو تعداد مشران سته چی پاکستان ی کورنی یرغمل نیولی دی او یاهم غیر مستقیم پاکستان لپاره چوپر وهی. یوتعداد چی دینی او عصری سبق یی هیخ هم نه دی ویلی بلکی د خپل جنګی کمال پر اساس طالبانومخ ورکری هم سته چی د پاکستان په چوپر کی دی او خپل ملک ورانوی دغه ګروپ خلګ د ولسوال تر کچی سته او اکثریتو ته یی خپله شخصی ګته اولیت لری چی ددیریو دغو خلګو کار قاچاقبری ده. تاریخ او… نور لوستل »

مجاهد

تاسی به جبرا ورته خبری کوی دا مو دنده او معاش پری تر لاسه کوی ګیله نه درڅخه لرم ، مګر ستاسی خبری بی بنیاده او تهمت دی هغوی چه په مجاهدینو تهمت پوری کوی لویه سزا لری د جهنم مستحق ګرځی. د کابل د غلامی اداری په اړه چه ګیډی کیډی اسناد ښتون لری، هوا ،وچه او لمده د هغوی په الوتکو، تانکو او نظامی مهماتو پټ دی، ښکاره لوی لوی نظامی بیسونه لری و له عسکره تر جنرال او له ماموره تر ریس جمهور معاشونه یی امریکا تادیه کوی. تر ټولو لویه شرم اوره یی دا چه د… نور لوستل »

عبدالله

لالا! تور نه دی ثبوت لرم چی یو تعداد طالبان د پاکستان لاس پوخی دی. باور وکه لرم یی. ایله تهمت د دالرو پر چا مه کوه د خدایه وبیریژه. همدا اوس په شیندد کی د ملا ننگیال او ملا عبدالصمد تر منخ سو نفره مره دی ؟؟ تقریبا ۳۰ نفره! دواره زانونه طالبان معرفی کوی. ملا ننگیال د ملارسول ملاتری او ملا عبدالصمد د هیبت الله ملاتری دی. اوس لالا ته ووایه دوی د چا په هدایت دا کار کوی او ولی؟؟ که په دغه سیاست پوهیدی نو بیابه ووایی چی واقعا طالبان خپلواک نه بلکی د سو ملکو… نور لوستل »

احمد خان

عبدالله صاحب ! ستاسی تبصره تکراری ده ، دمجاهد صاحب تبصره یوخل بیا ولوله، د هر مسلمان په اوږو د خیر او شر ملایکی ناستی یعنی یوه ښیګنی او بله یی بدی کړنی او ویناوی لیکی ځآن د غلامانو او اشغالګرو د باره ولی ګناهکاروی کشکی څه مادی لاسته راوړنه خو بکی متوقع وی . دغه شواهد او اسناد چه مجاهد درته لیکلی په سترګو لیدل کیږی په غوږو اوریدل کیږی او لاسو مسح کیږی او ستاسی په اسنادو او دلایلو به تاسی خبله هم باور ونه کړی زما وړاندیز داد چه د هغه تبصره یوځل بیا ولوله لا حق… نور لوستل »

عبدالله

احمد خان صاحب! غلبیل و کوزی ته ویل ته سوری یی. جنابه ته اول زما تبصره سو واره ولوله بیا کیدایسی که دی دحق سترگی خلاصی وی نو به یی درک کری چی کومو شیانو ته صریح او ضمنی اشاری کوی. تاته شواهد ددویم لاس وی خو زه د طالبانو غتایت د نژدی پیژنم. دلیل دلیل دی که زور وی که نوی مهم یی معقولیت او کره والی دی. خدای تعالی دی زما سره توفیق دنیکو در کری.

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x