افغانستان

طالبان: فراه کې د مسافرو په موټر د چاودنې عاملينو سره به جدي چلند وشي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): طالبانو په فراه ولایت کې د هرات – کندهار په لويه لاره د سپرليو په موټر چاودنه غندلې ده او ويلي يې دي چې د پيښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

نن سهار د هرات – کندهار په لويه لاره د فراه ولايت په اب خرما سيمه کې د سپرليو په موټر چاودنه شوې ده چې په نتيجه کې يې ۳۴ تنه سپرلۍ وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د وژل شويو او ټپيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده او ويلي يې دي چې سيمې ته يې پلاوی ليږلی دی او ويلي يې دي چې له پلټنو وروسته به د پيښې عاملينو سره شرعي او جدي چلند وشي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ځينې مبهمې پيښې رامنځته کيږي چې خلک يې د حکومت د استخباراتي کړيو کار بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

امریکا او بلیک واټر د هری پیښی مسول او پکی ښکیل دی.
د افغان ولس دښمن معلوم دی بل چا پسی نه ګرځو. د مجید قرار په فیسبوک باندی پوسټ لیکنه وګوری چی خلک بدو داسی کړنو ته دعوت کوی همدغه د فراه پیښه یی ښکاره بیلګه ده چی د خلکو زړونه د اسلام او مسلمانی نه تور شی. د ملکی خلکو وژل خاص د بلیک واټر امریکی کار دی او په خاصه توګه یی د سولی فشار په توګه استعمالوی.

اجمل

ټول پوهیږی چی د سړک او لارو په سر څږک مینونه ګدي. الله مو خوار کړه نور به څه نه وایم.

پتنګ

اجمل خانه خدای پاک د نصیحت درته وکړي او خدای پاک د ستا روح له بنده خلاصه کړي!
ډیر خراب شوی یې لږ فکر وکړه ! د جنګ علت اشغال دی ، طالبان چې هر کار وکړي هغه وایې او مني یې ! تاته د cia دشاګردانو اعمال ندي مالوم ؟ ظالمه ولې سترګې پټوې ؟؟؟

اجمل

پتنګ خانه: ولی د ځان خواته خبره کش کړه. اشغال دی منم خو پدی معنی نه چی لوند او وچ ټولو ته اور واچوې. زه به لږ فکر وکړل له سره چی په ریښتیا خراب شوی یم که نه. دا خبره خو دی بده نده. والسلام

غمی.پښتین

جوړ تازه.
غم دی دلالی په سر ،،،،،،،،،،،،،،،مسته د تازه ګرځی.
غم دی دعام ولس په سر، طالیب دولت د تازه ګرځی،
پخوانی ظالمانو .فرعون،نمرود،به په میاشت یا کال کی یو نیم کس مړکړ .اوس کتابونه د دوی ته غټ غټ ظالیمان وایی.
نو اوسنی ظالیمانو ته اوس څه وایی؟چه په یو وار سره پنځوس ،سل،دوه سوه قتل کوی.
ایا دوی د فرعون،نمرود، څخه اضافه ظلم نه کوی؟
طالیب او دولت دواړ ظالمینو په کته ګوری کی نه راځی؟

عبدالله

شه خبره چی جدی چلن ور سره وشی خو د مولوی ریحان سره چی یی په فرض روژه کی د خدای تعالی په کور تقریبا ۱۵ عام بی گناه لمونز کوونکی شهیدان کرل، ددغه واقعی د قاتلینو سره به سنگه برخورد وکی؟؟؟ که د موتر لا عام وگری وه خو د مسجد لا هم عام وگری وه! که دا پر عام سرک چاودنه وه خو هغه هم د خدای پاک کور وو!! د خدای په لحاظ رازی یو سه ویش سو خپل مسلمان ورونه مه وژنی، په دی فخر مه کوی چی په تیره هفته کی ۴۰۰ طالبان مره کرل،… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x