افغانستان

طالب پلاوی له اندونيزيا څخه قطر ته ستون شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسی دفتر پلاوی چې اندونيزيا ته په سفر تللی و نن بيرته قطر ته ستون شوی دی.

دغه اته کسيز پلاوی چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس او په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستیال «ملا براد اخند» په مشرۍ د جمعې په ورځ د اندونیزیا هیواد په بلنه دې هيواد ته ورغلی و نن بيرته قطر ته ستون شو.

اندونیزیا ته د طالبانو د سياسي دفتر تللي پلاوي یوه غړي نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه سفر یې د لاسته راوړنو ډک وو، هلته یې د جمهور ریس له مرستیال، خارجه وزیري، ځینو نورو دولتي چارواکو، د علماء له لویې ډلي ( نهضت العلماء) او همداسي د علماو د شپیتو ډلو له اتحادیې «مجلس العلماء» سره یې تفصیلی مجالس وکړل او د راتلونکې لپاره یې هم ښې اړیکي ورسره جوړي کړې.

بل لور ته د افغانستان د قضيې د سیاسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازی زلمی خليلزاد هم قطر ته روان شوی دی او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره اتم پړاو مذاکرات پيل کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ډاکټر صاحب اشرف غني لکه چي له خپل پخواني خره څخه را کښته سوی او د کندهاريانو په اصطلاح «آن يې منلی دی »؟ يا ځيني خلک چتې چتې وي؛ کله پر يوه حال وي، کله پر بل حال. يا ښايي داسي وي: يو مهال د يوه کلي د ناظر اکا په کور کي يوه له بله کوره راغلې ښځه پېرانانو نيولې وه. دا پرته وه، ډول ډول اپلاکي يې ويلې او ښځي او کوچنيان ، منجمله زه (کوچنی وم) پر را ټول ول. دادی يو وخت ناظر کورته راغی او ښځو يې له پېښي خبر کړ. ښه مي په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close