
حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره پنځلس کسيز پلاوی ټاکلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د ګډ حکومت د دولت وزارت وايي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو په موخه يې پنځلس کسيز باتجربه پلاوی ټاکلی دی.
حکومت تر اوسه د دې پنځلس کسيز پلاوي نومونه نه دي ښکاره کړي.
دغه وزارت تېره اونۍ ويلي و، تر راتلونکو دوو اونيو به له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيل کړي.
تېره اونۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت له څرګندونو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي و، بين الافغاني مذاکرات به د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته ترسره کيږي.
طالبانو له ګډ حکومت سره مخامخ رسمي خبرې رد کړي دي.
د ګډ حکومت له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو له تياري وروسته د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين رسنيو ته ويلي و، چې د کابل حکومت سره د نظام او رسمي جهت په توګه خبرې نه کوي او له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته به د کابل حکومت چارواکي هم د نورو سياسي ګوندونو په څېر د سولې د خبرو برخه وي.