افغانستان

ناروې: د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته تیار یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل):تېره ورځ د ناروې هیواد سفیر «تورماد پټرسن» د ګډ حکومت له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» سره لیدلي او د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب خبر یې ورکړی.

د اجرائیه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د ناروې هیواد سفیر له بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب خبر ورکړی او یاد هیواد دې تمه دی چې افغانستان ژر تر ژره د یوې پایداره سولې څښتن شي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « اجراییه رییس د افغان سولې په برخه کې د ناروي هیواد هڅو ته درناوی لري او د افغانستان له خلګو سره ددې هیواد مرستې ستایي».

یاده دې وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له اوازو سره جوخت باور دادی، چې ښايي طالبان او افغان سیاسي جهتونه په ناروې هیواد کې له یو بل سره کېني.

تر ناروې وړاندې جرمني، ازبکستان، چین او اندونیزیا هم د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو د کوربتوب هیله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x