نړۍ

امریکايي استخبارات وايي، د بن لادن زوی حمزه لادن مړ شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل): امريکايي استخبارات وايي، د القاعده ډلې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی او ځای ناستی ۳۰ کلن حمزه بن لادن مړ شوی، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي، چې نوموړي کله او چېرته وفات شوی دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۹ په لومړيو کې د حمزه لادن پر سر لس لکه ډالره انعام ټاکلی وو.

القاعدې ډلې او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د حمزه لادن په تړاو د خپاره شوي راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

رویټرز خبري اژانس د نوم نه يادولو په شرط د يوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ليکلي، چې حمزه لادن د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ په لومړيو دوو کلونو کې مړ شوی دی.

داسې ښکاري، چې د امریکا حکومت د حمزه لادن د مړينې په اړه معلومات اوس ترلاسه کړي؛ ځکه چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې هم امریکا د هغه پر سر لس لکه ډالره انعام ټاکلی و.

د سعودي حکومت د روان کال په مارچ مياشت کې د ۲۰۱۸ کال د نومبر مياشتې د شاهي فرمان له مخې له حمزه لادن بن لادن څخه تابعيت اخيستی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

الله د و بښی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x