افغانستان

عمران خان د خیبر پښتونخوا حکومت له افغان چارواکو سره غښتلو اړیکو ته هڅولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د خیبر پښتونخوا والي «شاه فرمان» خپل کاري دفتر ته وروغوښتی او نوموړي ته یې امر کړی څو له افغان چارواکو سره اړیکې غښتلې کړي.

دې نېشن ورځپاڼې د راپور په اساس، عمران خان له شاه فرمان سره  په خپله لیدنه کې نوموړي ته له افغان چارواکو سره په هره کچه د اړیکو د پياوړتیا امر کړی او د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ پياوړي اړیکې یې د سیمې د امنیت او دګډو هدفونو  د ترلاسه کولو لپاره اړینې بللي.

راپور وړاندې زیاتوي، عمران خان له نوموړي غوښتي څو له خپلو افغان سیالانو، قومي مشرانو او مخورو سره اړیکې پیاوړي کړي او د افغان سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي.

د راپور له مخې، شاه فرمان به ددې هدف د ترلاسه کولو په موخه له قومي مشرانو او افغان والیانو سره راشه درشه زیاتوي، هغوی ته به دسفر بلنه ورکوي او شونې ده نوموړی خپله هم افغانستان ته په سفر روان شي.

د عمران خان حکومت داسې مهال په افغانستان کې د نفوذ په لټه دی، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او کابل حکومت تر منځ اړیکې د تېر په پرتله رغېدلې ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x