
ارزګان: طالبانو د دوو دیني مدرسو پرانستنه کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل):په طالبانو پورې اړوند د تعلیم او تر بیې کمېسیون د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د دوو دیني مدرسو پرانستنه کړې.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « د اروزګان ولایت دچهارچینو ولسوالۍ اړوند د ککرکي په سیمه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د سیمه يیزو مسئولینو په زیار او د ولسي خلکو په مرسته د يوې دیني مدرسې افتتاح وشوه. دغه مدرسه د( حمیدیه ) په نوم ونومول شوه. دوهمه مدرسه دیادې ولسوالۍ اړوند د کیشي په سیمه کې د ( ربانیه) په نوم پرانیستل شوه.»
د اعلامیې له مخې، د دواړو دیني مدرسو د پرانستنې مراسم د قران کریم په تلاوت پیل او د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېدل.
یاده دې وي، چې طالبانو د نوي کال په پیل کې د عملیاتو د اعلان تر څنګ په عام المنفعه پروژو کې د ونډې د زیاتوالي خبر هم ورکړی وو، چې په تعقیب یې په ځینو ولایتونو کې طالبانو سړکونه او پلچکونه ورغول او د نیالګیو د کرلو په کمپاین کې یې برخه واخسته.