افغانستان

طالبانو کابل ښار کې د پوليسو پر پوسته چاودنه کې شپږ پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل): طالبانو د کابل ښار پنځلسمې حوزې پنجصد فاميلي سیمه کې د پوليسو پر يوه پوسته چاودنه کړې، چې له امله يې شپږ پوليس وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د دوی جنګياليو پنجصد فاميلي سيمه کې د پوليسو پر پوسته تکتيکي چاودنه کې پوسته په مکمل ډول ويجاړه کړې او شپږ پوليس په کې وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د کابل پوليسو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې هم د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند ارزان قيمت سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوسته چاودنه کړې وه، چې د پوستې د ويجاړولو سربېره يې د پوستې ټول ساتونکي پوليس هم وژلي وو.

په کابل ښار کې د پوليسو پر پوستو د طالبانو بمي بریدونه د چارواکو لپاره نوی سرخوږی بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

کشکی دغه پولیس، ملیشو او عسکرو د کابل د غلامانو او بادرانو په ځای مظلوم اولس ساتلی ولی دوی برخلاف د کابل غلامان او باداران د طالب مجاهدینو له بریدو ساتی ، په کار دا ده چه دغه پولیس ، ملیشی او عسکر له دغه بی ننګو دندو مستعفی او لا د خپلو وسلو شپیلی د کابل د غلامانو او بادارانو په ضد وکاروی . طالبان مو زوندی نه پریږدی ارګ کی به هم تری و نه ژغورل شی

اجمل

دا پولیس خو څه ماران ندی چی خاوری وخوری او تا غوندی د پنجابی نه تنخوا واخلی، ته نر شه ورته معاش تعین کړه چی خپل فامیل پر وچلوی بیا به ولی د بی ننګو غلامی کوی. خلګ مجبوره دی تاسو خو هم څه ښه خلکو سره ندی کړی بیغیر له انتحار او ورانی نه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x