شعـــــرونه

غزل؛ نعيم ستومان

نعيم ستومان

خدای به دې آزاد کړي یو ځل بیا افغانستانه
خلاص به شې لۀ دې تورې بلا افغانستانه

اخ د انقلاب سپېرو سیلیو،بړبوکیو
وړې ده لۀ تا ټوله ښکلا افغانستانه

ستا د غرونو غېږې شوې خالي له شنو څیړیو
چور درباندې ګډ دی هر،هر چا افغانستانه

ښخ دې په ګریوان کې دي اوږدۀ پردي لاسونه

ښه ورځ یې لوریږي نه پۀ تا افغانستانه

نور دې د زخمي ټټر ناسور زخم ټکور شه
شي مو دې قبوله دا دوعا افغانستانه

(وي دې فضا تشه له چورلکو لۀ بنګنو)
خدای دې زمونږ دا خوب کړي رښتیا افغانستانه

وړو به مونږ تر کومه جنازې ستومان نیازیه
اورو به تر څو سلګۍ ژړا افغانستانه
ـــــــــــــ
نعیم ستومان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x