افغانستان

قریشي: د افغانستان ثبات د کشمیر په امنیت پورې تړلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» د افغانستان سوله او ثبات د کشمیر په امنیت پورې تړلي بللي او په خبره یې، یاد دواړه کړکېچونه له یو بل سره ژورې اړیکې لري.

قریشي چې په اسلام اباد کې یې د کشمیر د یو شمېر چارواکو سره خبرې کولې، وویل « په دې سترګې پټېدای نه شي چې د افغانستان سوله او ثبات د کشمیر او پاکستان د پولو له امنیت سره تړلی، موږ هڅه کوو له افغانستان سره په پوله پرتې سیمې امن کړو، موږ په دې سیمو کې ځواکونه ځای په ځای کړي او په بودیجه کې مو ورته ځای ورکړی.»

قریشي له دې سره، سره د کشمیر چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ ورسره د کشمیر د شخړي د حل او په یاده سیمه کې د هند له لوري کېدونکي بشري جنایتونو ته د نړیوالو د پام اړولو ژمنه کړې.

قریشي داسې مهال افغان سوله د کشمیر له امنیت سره تړلې بولي، چې د طالبانو او امریکا مذاکراتو د افغانستان د ثبات امیدونه راټوکولي او خلیلزاد همدا مهال قطر ته په لاره دی څو له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه وروستۍ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

قريشی ! تاسو د انگريزانو دال خورو او د هغو په کفری او اسلامی ضد مفکورو روزل شويو لکه چی تر اوسه بهادر، پر دين او هيواد مين افغانان سم ندی پيژندلی او پخپلو بيغيرتو او غلامو عينکو کی ورته گوری ، تاسی د بی ايمانی او د بيغرتی له حده وتلی او يوڅه نورهم وړاندی شوی ياست ، ټرمپ که د کشمير لپاره هرڅه وکړی هرومرو به يی د ځان او د خپلی ګټی لپاره کوی نه ستاسو بی همتو لپاره . تاسی ۲۰۰ مليونه بی همته امريکايانو د کاله تر دوو ملياډو په کمه رانيولی ياست ، په… نور لوستل »

اجمل

د افغانستان د سولی یی په کشمیر څه. پاکستان به هیڅ کله یو قوی افغانستان تحمل نکړی. ښځه دی په کشمیر غی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x