افغانستان

کابل پوهنتون هغه محصل دایمي اخراج کړ چې یوه محصله يې وهلې ټکولې وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل): د کابل پوهنتون ادارې هغه محصل چې څه موده مخکې يې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصله بصیره اختر وهلې ټکولې وه، دایمي اخراج کړ.

د کابل پوهنتون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې بصیرې اختر د روان کال د غوايي د میاشتې په ۵مه نېټه د کابل پوهنتون ریاست کې د ټولنیزو علومو پوهنځي محصل جاهد خلاف ادعا وکړه چې د کابل پوهنتون د انګر دننه يې نوموړې وهلې ټکولې ده.

بصیره اختر ویلي وو چې جاهد نومې محصل نوموړې له دې کبله ووهله چې ولې يې سم لباس نه دی اغوستې او هم يې پر مرګ تهدیده کړې وه.

راپور پر اساس د کابل پوهنتون ریاست له لوري یاده موضوع امنیتي او کشفي بنسټونو ته د تعقیب او څار په موخه او همدارنګه د پوهنتون د نظم او ډیسپلیني کمېټې ته د رسېدنې په موخه راجع کړه.

د پوهنتون ریاست وايي چې د د کابل پوهنتون د نظم او ډیسپلین کمېټې د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او لوایحو په رڼا کې له کشفي ارګانونو، د قضیې شاهدانو، د محصلانو اتحادیې، د عریضه کوونکې د ټولګیوالو د نظریې پر بنسټ د سرغړوونکي د دایمي اخراج په هکله نظر ورکړی وو او موضوع یې د تصویب په موخه د کابل پوهنتون علمي شورا ته استولې وه.

د خبرپاڼې له مخې د کابل پوهنتون علمي شورا په خپله ناسته کې موضوع د رایو په اتفاق تصویب کړه او د وروستی پرېکړې په موخه یې د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ته واستوله چې وروسته د لوړو زده کړو وزارت د چنګاښ د میاشتې په ۲۹مه نېټه د جاهد نومې محصل د دایمي اخراج موضوع تایید کړه.

د پوهنتون ریاست ګواښ کړی چې د هغو کسانو پر وړاندې، چې په اکاډمیک بنسټ کې حاکم قوانین او مقررات په پام کې نه نیسي، هر هغه وخت، چې په پوهنتون کې د بې نظمي سبب او نظم د له منځه وړلو سبب کیږي، په جدیت او قاطعیت ورسره چلند وشي او له سرغړوونکو سره به هېڅ ډول مراعات ونشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د پښتو او پارسی په نوم، د پوهنتون او دانشګاه په نوم څو کسان محصلین شهیدان شول چایی پوښتنه هم ونکړه خو کله چی یو افغان غوښتل د یوی محصلی حجاب وساتی هغه یی له پوهنتون څخه اخراج کړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x