
کرزی: امریکا د داعش ودې ته زمینه برابروي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي وايي چې امریکا په خپلو دسیسو د افغانانو تر منځ نفاق اچوي او په افغانستان کې د داعش ودې ته زمینې بربروي.
کرزي چې نن يې یو خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل چې امریکا له یوې خوا له طالبانو سره توافق غواړي او د بلې خوا د داعش د تقويې لپاره یې هڅې روانې کړي دي او په ګڼو ولایتونو کې ورته د فعالیت زمینه برابري.
کرزي د امریکا سره د طالبانو احتمالي د سولې هوکړه لیک هرکلی کړی خو په وینا يې ښه به دا وه چې لومړی د دولت او طالبانو تر منځ تفاهم شوی وی او بیا د تفاهم په نتیجه کې د امریکا سره هوکړه لیک لاسلیک شوی وی.
د کرزي په باور په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتیدلو معنا داده چې اوسنۍ سوله، سوله نه ده بلکې د جنګ له یوې مرحلې بلې مرحلې ته انتقالول دي چې د افغانستان په خیر نه دی.
هغه وویل چې دوی په ټول افغانستان کې داسې سوله غواړي چې داعش هم چپه کړي.
داعش یوه فتنه ده او همدارنګه د داعش منځته راوړونکی او تمویل کوونکی هم خپله یوه بله فتنه ده، فتنه څه چی د بشریت ننګ دی. تکنولوژیک پرمختګ او لاسته راوړنی به الزاماً د توطئه ګرانو د بشری اصالت په معنی نه وی ، ځینی حیوانان هم دومره هنر او شعور لری چی ځینی وخت تر ځان غښتلو او شریفو موجوداتو ته خنډونه پیدا او حتی تهدیدونه ور ته را منځته کی.
د پاکستان خېبر ضلعې پخوانی وسله وال کمانډر په افغانستان کې داعش خپل نوی مشر ټاکلی: (داسی ښکاری چی د امریکا په امر یی دداعش ډلی لپاره پاکستان نوی ډلی جوړوی) د ملگرو ملتونو په يو تازه رپورټ کې ويل شوي ترهگرې ډلې داعش په افغانستان کې خپله مشربدل کړې او د پاکستان خېبر ضلعې پخوانی وسله وال کمانډر یې خپل نوی مشرټاکلی. د ملگرو ملتونو رپورټ چې ځینې جزیات یې امریکايي مجلې لانگ وار جرنل کې شائع شوي وايي مولوي ضيا الحق چې د ابو عمر خراساني په نوم شهرت لري د امير يا مشر د څوکۍ نه لرې… نور لوستل »
ډ دی ټولو بدمرغیو ، وژنو او بی عزتیو او غلامیو اصلی عامل کرزی دی. هغه په دی واسطه چه د غلام حکومت سره دی د سولی لاسلیک وشی او یو موافقی ته دی ورسره ورسیږی د خبلی غلامی اداری مشروعیت په غم کی دی که د غنی دوره طالبانو په رسمیت وپیژندله د کرزی دوره یی هم په رسمیت پيژندلی او برخلاف طالبانو ۱۸ کاله جنګ به غیر مشروع وی چه د مشروع حکومتونو به مقابل کی ی ترسره کولو که طالبان دا کار ورکړی د اشغالګرو اشغال او د افغانان وژنی ته به هم مشروعیت ورکړی . زه… نور لوستل »