شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

له تیارو سره جګړه کول په کار دي
ژوند ته هم لږ اندېښنه کول په کار دي

چې رقیب او جانان دواړه درته یو شي
داسې وخت کې نو لمبه کول په کار دي

باید دوه وي او یا درې وي، یا څلور وي
خو کمزوري ته یوه کول په کار دي

ستا تصویر نه یوه غېږ اخیستل غواړي
ستا یادونو سره شپه کول په کار دي

دومره ګرم ګرم مه کېږه زړګیه!
تاته هم لږ ګوزاره کول په کار دي

هغه مشره یې ترې ورکړه اوس یې وار دی
په هغې باندې جرګه کول په کار دي

چې دې قدر چرته کم شي “خدرخېله”
هلته ژر ژر مخه ښه کول په کار دي

ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۵/۱۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x