افغانستان

اشرف غني: ۴۵ کاله مې ديني درسونه ويلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د حکومت پلوو ملايانو يوې ناستې ته وويل، چې ده د خپل ژوند ۴۵ کاله د ديني زده کړو په ترلاسه کولو تېر کړي دي.

اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين په موخه د راوغښتل شوو علماوو ستاينه وکړه، د افغانستان اوسنی حکومت او اساسي قانون يې مکمل اسلامي وباله او له علماوو يې د خپل ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

نوموړي د ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټاکنو پر مهال هم په خپلو تعارفي پاڼو کې ادعا کړې وه، چې د لاهور او کراچۍ په ګڼ شمېر مدرسو کې يې هم ديني درسونه لوستي دي، خو د هېڅ مدرسې او استاد نوم يې نه دی یاد کړی، چې کومه مدرسه کې يې درسونه ويلي دي.

خو د ولسمشر غني د ادعاوو سربېره نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې په ديني چارو او مصطلاحاتو کې په تېروتنو پېژندل شوی دی.

هغه حضرت حسين رضي الله عنه د الله تعالی لمسی بللی «نعوذ بالله،» په ازبکسان کې يې يوه پوهنتون کې د وينا پر مهال ویلي و، چې د پيغمبر عليه السلام له احاديثو وروسته تر ټولو معتبر کتاب بخاري شريف دی، په يوه بله وينا کې يې ويلي و، چې هره ورځ تهجد کوي او همدارنګه په خپلو ويناوو کې د خطبې لومړنيو عبارتونو کې هم فاحشې تېروتنې کوي او بيا هم ځان پنځه څلوېښت کاله د ديني علومو زده کوونکی بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

مخ د تور شه احمقه ! خر په کتابو بار کړه نو څه ګټه لري ؟؟ هغه په هرات کې دجنازي لمونځ څرنګه وو احمقه؟
45 وارې د مختور شه احمقه !

جميل

د کوم دين درسونه ؟
و دی شوده متفکر ته به سيکولريزم هم يو دين ښکاری .

اجمل

غنی صیب کله کله داسی خبری کوی چی زما هم ورته خندا راځی. شاید ۴۵ کاله به کیږی چی کله کله به لمونځ کوی او هغه به په دینی درسو کو شمیری.

MHA

Why doesn’t he hire a religious adviser to learn from him and consult the adviser for the subject of his speeches.

الحاج استاذ بیانزی

مه یی ځوره وۍ ، عمر خوړلی بیچاره دمعدی سرطان لری، ټرمپ بیا دومره خبیث انسان دی چه کله یی د لمړی ځل د پاره نیویارک ملګرو ملتو مجلس کی ورسره ولیدل غنی ته خوداسی بریښیدله لکه کوم پیغمبر چه ګوری او یا د کعبی شریفی طواف کی دی. مګر له فاحشی زیږیدلی او د فاحشی میړه خبیث ترمپ د غنی سره هماغه چم تر سره کړی وو لکه دوستم خبیث چه (( د زاړه ایشجی ) بیچاره سره ترسره کړی وو. مخامخ سره ناست وو ، ترمپ ورله لاس ونیولو او کش یی کړو غنی بیچاره چه د ترمپ… نور لوستل »

غ.حضرت

د یو استاد او یو الحاج سره نه ښائی چی یوه اجتماعی- سیاسی مسئله په پورنو ادبیاتو تشریح کی. ددی ډول او هر ډول مسائلو تشریح او توضیح د هر ګران لوستونکی مسلّم حق دی خو په مناسب او منلی چوکاټ کی. سوء تفاهم رامنځته نه سی، زما منظور کوم خاص شخص یا کومه خاصه مسئله نه ده بلکه منظور می عمومی بڼه لری.

احمد خان

غلام حضرت صاحب ! د هری ناروغی د هغه ناروغی د کیفیت له مخی ترسره کیږی . بیانزی صاحب جه څه لیکلی هغه ویدیو یی مونږ کتلی وه، تاسی د شفیع عیار برنامی ته مراجعه وکړی او د هغه وخت نزدی شو یی وګوری هغه ویدو به خبله وګوری هغوی هغه ویدیو لږه په قلاره کړی وه ورته حالت مونږ هم ولیدلو . دوهمه خبره د غلامانو د ذلت ده، هغه بی ضمیره غلامان چه د بیلونر کیدو د پاره د خپلی خاوری او ازادی پروا ونه ساتی هغوی د هر ډول ذلت سره شپی ورځی صبا کوی همدغه قضای… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x