افغانستان

واشنګټن پوسټ: امریکا له افغانستانه د زرهاوو عسکرو د ویستلو لپاره تیاری نیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): امریکايي چارواکي وايي چې امریکا دې ته تیاری نیسي څو د طالبانو له خوا د اوربند اعلانولو او القاعدې سره د روابطو د ختمولو په بدل کې زرګونه امریکايي پوځیان له افغانستان څخه وباسي.

د ریپورټ له مخې یاده موافقه له طالبانو غواړي چې د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د دې په بدل کې به امریکا خپل پوځيان له ۱۴۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته راښکته کړي.

یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي چې که د طالبانو سره لومړنۍ موافقه وشي دا به د اتلس کلن جنګ د ختمولو لپاره مهم ګام وي او دی باور لري چې ۸۰ تر ۹۰ سلنه خبرې فیصله شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د موافقې د جزئیاتو په اړه له تبصرې ډډه کړې خو يې ویلي چې دوی هیله مند دي چې یو څه ښه به پېښ شي او د خبرو پر وړاندې به کوم خنډ واقع نشي خو دا هر څه د امریکا جدیت پورې اړه لري.

د راپور پر اساس نور امریکايي ځواکونه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو په نتیجه کې وویستل شي.

په افغانستان کې د امریکا قومندان سکاټ میلر هم پر دې باور دی چې هېڅ یو لوری د نظامي زور له لارې جنګ نشي ګټلی او دې ته اړتیا ته چې سیاسي جوړجاړی وشي.

په عین حال کې یو افغان چارواکي واشنګټن پوسټ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د  دوی توقع دا ه چې امریکا به د طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې ځينې ځواکونه وباسي خو دا چې کله به یې وباسي او مهالویش یې به څنګه وي د هغې په اړه معلومات نه لري.

یو بل افغان چارواکي ویلي  چې امریکا د طالبانو سره مذاکرات د سولې خبرې ګڼې خو طالبان یې یواځې د ځواکونو ویستلو خبرې ګڼي.

د ریپورټ پر اساس افغان چارواکي اندېښمن دي چې د امریکايي عسکرو وتل به د دوی موقف نور هم کمزوری کړي.

ریپورټ وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو ته ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا دنده ورسپارلې څو د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ویستلو مسئله امریکايي ولس ته تشریح او توضیح کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا ولی افغانستان ته تللی، او اوس ولی وځی؟ د سپتمبر یوولسمه فاحعه یی جوړه او په پلمه او غچ اخستنه یی افغانستان په دی شعارونو اشغال کړو چه: ۱ ـ هلته به د دوی په نوم تروریستان ( طالبان ) ختموی، ۲ ـ هلته د نشه توکو د تولید او قاچاق په پوره ډول مخه نیسی. ۳ ـ هلته به قانون او عدالت حاکمیت ولری. ۴ ـ هلته به خلک په امن، سوله او هوساینه کی ژوند تیروی. ۵ ـ او داسی نور او نور له بده مرغه نه یواځی پورتنی میان خالی شعارونه ترسره شوی نه دی بلکه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x