شعـــــرونه

غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

له موږ د بيا ليدو وعده پاتي ده
موږ ته د بېل ژوند سلسله پاتي ده

يو ګړی دې نړۍ کې و مُسکېږو
بل ګړی دا ژوند دا قيصه پاتي ده

ماشوم شهيد تر دېوالونو لاندې
لاس کې شهيده سېپاره پاتي ده

په يوه بم مو وجود لولپه شي
له چا خپړه له چا پښه پاتي ده

دا د چاپې او چاپه مارو اثر
ټوټې ټوټې مو دروازه پاتي ده

په هدېرو مو راکټونه اوري
را نه د خپلو جنازه پاتي ده

په دې هيواد کې رڼا کونډه شوله
خو لا پېغلوټې توره شپه پاتې ده

چا وې شهيد شو شفاعت ليونی
ترېنه سورۍ سورۍ چانټه پاتي ده

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x