
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: یوازې تېره میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تشدد «۳۷» پېښې ثبت شوې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې څېړنې ښيي، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د وهلو، ټپې کېدلو، ترور او ګواښ په ګډون د تشدد ۳۷ پېښې ثبت شوې.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یادو پېښو کې ۱۱ د وهلو، ۱۲ د ګواښلو، ۳ د قتل، ۸ د ټپي کېدلو، ۲ د بې سببه بندي کېدلو او ۲ نورې د سپکاوي قضیې ثبت شوې.
دې کمېټې له حکومت غوښتي څو د خبریالانو خوندیتوب او امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی په وړاندې د تشدد ثبت شوې قضیې وڅېړي او عاملین یې قانون منګولو ته وسپاري.
یاده دې وي، چې په تېره میاشت کې د خبریالانو په وړاندې تشدد وروستۍ پېښه په بغلان کې رامنځته شوه او د «سمیه نوروزي» په نوم یوه ښځينه خبریاله هغه مهال د یاد ښار د ښاروال له لوري ووهل شوه، چې په نوموړي یې د نیوکې په پار په فسبوک پوسټ کړی وو.