افغانستان

سیګار: په تېر یوه کال کې د امنیتي ځواکونو له لیکو دوه څلوېښت زره دولتي عسکر  کم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې «سیګار» وروستۍ موندنې ښيي، چې د تېر کال په پرتله د امنیتي ځواکونو په شمېر کې لسګونه زره کموالی راغلی.

د تسنیم خبري اژانس په حواله، سیګار د دولتي عسکرو شمېرنه  قاطع ماموریت ته د مستندو معلوماتو د ورکولو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د مخنیوي په موخه کړې.

راپور وړاندې لیکي، د شمېرني بله موخه دا وه څو د هغو مفسدو امنیتي چارواکو د امتیاز اخستنې مخه ونیول شي، چې  د خیالي سرتېرو لپاره له قاطع ماموریت امتیازات او معاشات اخلي.

د سیګار له قوله، د دوی شمېرنې ښودلې چې د کال په پرتله د دولتي عسکرو له منځه ۴۲ زره پرسونل کم شوی خو دا څرګنده نه ده چې یادو کسانو دندې پرېښي او که خیالي سرتېري وو.

یاده دي وي، چې د بهرنیو عسکرو د وتلو له اوازو سره جوخت ډله، ډله دولتي عسکر د طالبانو لیکو ته مخه کوي او خپلې دندې ته شا ګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x