افغانستان

پاکستان: اسلام اباد ته د طالب استازو د سفر چارې وروستۍ شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» له غوښتنې سره سم یې پاکستان ته د طالب استازو د سفر چارې وروستۍ کړې.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «محمد فیصل» په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل « پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښه نیت له مخې تسهیلات برابروي او د افغان سولې په پروسه کې فعال رول لوبوي».

فیصل زیاته کړه « پاکستان د افغانستان سوله او ثبات خپل لومړیتوب او د نړیوالې ټولنې له لوري ور سپارل شوې وجیبه شمېري، عمران خان د افغان سولې پروسې ته په بشپړ ډول ژمن دی او د نوموړي د اعلان سره سم موږ پاکستان ته د طالب استازو د سفر چارې وروستۍ کړې».

پاکستان داسې مهال د طالب استازو سفر ته سترګې په لار دی، چې څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په مهال څرګنده کړې وه، چې اسلام اباد ته به له راګرځېدلو سره سم له طالب مشرانو سره ګوري او هڅه به کوي هغوی له کابل حکومت سره خبرو ته قانع کړي.

د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند «سهیل شاهین» وویل، پاکستان د نورو هیوادونو په څېر یو هیواد او زموږ یو ګاونډی دی، موږ له ټولو ګاونډیانو سره اړیکې غواړو او که پاکستان رسمي بلنه راکړي یاد هیواد ته به سفر وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همدرد افغان

له دغو منافقو سپیو سره په دی حساسو حالاتو لیدل نه دی په کار، دوی غواړی چی سوله تخریف کړی.

عبدالله

چی سه ورته وایی هغه به منی که نه د ملا عبدالسلام ضیعف په دول به خلطه په سر گرزی. امید لرم او تر یوه حده می اطمنان دی چی ملا برادر دا تور پنجاب پیژندلی وی. راشه درشی دی ور سره ولری خو محتاطانه زکه د هیخ اعتماد خلگ نه دی. په دوی کی چی هر یوه د پاکستان په گته خبره کول هغه باید تعقیب شی. دیکی هیخ شک نسته چی جاسوسان پکشی په پیخر دی.

اجمل

سفر فاکستان ته په څه معنی. بدون له هغی هم پاکستان سره په تماس کی یی، خو سیاست خپل حفظ کړی هیڅ پاکستان ته سفر مه کوی څو دغه بیچاره ولس فکر وکړی چی ګوری طالبان څومره مستقله دي. ستاسو سفر فاکستان ته د خلکو له نظره به ستاسو استقلالیت حتمی تر سوال لاندی راولي.

Ahmed

ېوازی او ېوازی په رسمی بلننه او دا ‌‌‌‌‌‌ډير حساس وخت ده. مشران باېد دا درک کړی له پاکستان سره باېد له سېاست څخه کار واخېستل سی پاکستان صرف خپله تباره زېاتول غواړی دا هېواد ده ګېدړی خوئ لری ‌‌‌‌‌‌ډير خود غره ضه او دو مخئ حکومت ئ ده ده م‌ؤ مېن مسلمانانو په سر ئ ‌‌‌‌‌‌ډير ‌‌‌‌‌‌ډالر. وګټل لا نور هم غواړی احتېات احتېات احتېات له مشرانو مو هېله ده سی ملت ته حالات ېو څه واضح سی بېا دی دا سفر هغه هم رسمی سفر وکړی الله ج مو مل سه له ‌‌‌‌‌‌ډېرو لوئيو ستونزو او مسئولېتونو سره… نور لوستل »

غنچه ګل

ارزونه د هر چا د استعداد ، دریزاو د هغه کس د غلامی او خپلواکی پوری اړه لری. په ټوله کی ټول ایزمونه په شعوری او یا غیر شعوری ډول د مجاهدینو او طالبانو د اسلامی عقیدی له مخی ورسره دشمنی لری مګر دا چه زمونږ خلک سل په سلو کی مسلمانان دی په مستقیمه توګه د اسلام او مسلمانانو بده نه وایی لمړی مجاهدین د پاکستان سره په جاسوسی تورنوی او په دی واسطه د روسی او امریکایی اشغال وخت اوږدوی چه زمونږ خلک د زور او زر په واسطه له اسلامه واړوی او مجاهدین وټکوی. ورونو دا د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x