افغانستان

پمپیو: هیله لرو عسکر مو همدا اوس له افغانستان څخه راووزي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، تېرې څرګندونې یې رسنیو له لوري غلطې تعبیر شوې، موږ د عسکرو د ایستلو لپاره مشخص وخت نه لرو؛ خو هیله لرو چې په لنډ وخت کې مو فوځونه له افغانستان څخه راووزي.

دوې ورځې وړاندې مایک پمپیو رسنیو ته ویلي وو، چې د ولسمشر ټرمپ له لوري ورته امر شوی څو د ۲۰۲۰ میلادي کال تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستان څخه د عسکرو د را ایستلو بهیر پیل کړل خو د نوموړي په خبره پورته څرګندونې یې د رسنیو غلط تعبیر وو «  موږ د عسکرو د را ایستلو لپاره هيڅ مشخص وخت نه لرو، د امریکا ولسمشر په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري او ژر تر ژره له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو پلوی دی».

نوموړي په داسې حال کې چې د سفر په مهال یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل « ولسمشریزې ټاکنې څه، موږ هیله لرو چې همدا اوس زموږ د چورلکې تر کېناستلو وړاندې مو عسکر له افغانستان څخه راووزي».

یاده دي وي، چې د امریکا د ولسمشر په ګډون لوړپوړي چارواکي داسې مهال د خپلو عسکرو د را ایستلو بې صبرانه انتظار کوي، چې خلیلزاد د تېرو پړاوونو د هوکړو د وروستي کولو په هدف دوحې ته تللی او تمه ده په لنډ وخت کې د نړیوالو تضمین کوونکو هیوادونو په شتون کې امریکا له طالبانو سره د خپلو عسکرو را ایستل لاسلیک کړي.

له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو اوازو د کابل حکومت جوړښتونه متزلزل کړي او ان د ټاکنو کمپاینونه ورسره ساړه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

دکفارووعدی داوبودسرځګ دۍ دوی په درواغوویلونشرمیږی لکه چه په اسلام کی عظیمه ګناه ده،تاسی وګورۍ اشرفغی څونه درواغ وایی دۍ ټول خلک پیژنی چه ملحددۍ اودحکومت دجوړولودپاره یی یومسلمان هم جایز ونه بالۍ دامریکا او اروپاڅخه یی تښتیدلی ملحدین راوه غوښتل اوس په کمپاین کی ځان درحمن بابا اومسویفینوله ډلی څخه بولی.پومپیوپرون څه ویل اونن څه وایی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x