افغانستان

ورځپاڼه: د کابل «مفسدې» ادارې په خاطر باید امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې نشي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې « دي هیل» په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې پروسې، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو او په دې برخه کې د کابل حکومت رول ته کتنه کړې.

ورځپاڼه د پمپیو او اشرف غني تلیفوني خبرو ته په اشاره لیکي « کابل او واشنګټن په دې سلا شوي چې د افغانستان د سولې پروسه باید ګړندۍ شي او موږ باید اوږده ګامونه واخلو خو په دې برخه کې طالبان همغږي نه کوي او دې ته نه تیارېږي چې له کابل حکومت سره دې خبرې وکړي».

ورځپاڼه وړاندې زیاتوي « دا چې طالبان له کابل سره خبرې کوې یا نه دا باید له افغانستان څخه زموږ د ځواکونو په را ایستلو اغېزه ونلري ځکه د کابل حکومت یوه مفسده او د بهرنیانو په مټو باندې نصب شوې اداره ده چې ستنې یې ان له اوسه متزلزلې دي».

د مطلب له مخې، د سولې د خبرو ګړندیتوب به یو غوره ګام وي؛ خو دا چې طالبان په حکومت ورګډېږي یا نه او په افغانستان کې سوله راځي یا نه ، دا هيڅ باید د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د را ایستلو په وړاندې خنډ  ونه بلل شي، اوس ددې وخت رارسېدلی چې اتلس کلنه جګړه ختمه او امریکايي عسکر له افغانستان څخه راووزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا مفسده ، خونخوره ، جنايتکاره او مزدوره اداره خو تاسو پخپله احمقو امريکايانو په بن کی جوړه کړه او پر افغانانو مو په زوره وتپله ، څومره افغانان مو شهيدان کړل ، څومره مو بيځايه کړل ، څومره مو په نشو اخته کړل ،…..تاسی د دښمنی لپاره راغلی واست نه د دوستی ، خو اوس به ښه پوره درته روښانه شويوی چی د افغان سره دښمنی کول يعنی ځان خرابول او بربادول . که مو اوس عقل سرته راغلی وی او پدی پوه شوی ياست چی دا جګړه هيڅکله هم نشی ګټلای ژر مو وحشی عسکر درغواړی چی نور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x