ځانګړي راپورونه

د تلپاتې سولې لپاره د بهرنيو عسکرو کمول نه، بلکې بشپړ وتل اړين دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ليکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اتيا، نوي سلنه نهايي شوي او که د سولې دا تړون وشي، زرګونه امریکايي پوځيان به له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله ويلي، د سولې تړون په پایله کې به طالبان امریکا ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکوي او په مقابل کې به يې امریکا په لومړۍ جوپه کې د خپلو پوځيانو شمېر له څوارلس زرو اتو زرو ته راښکته کړي.

که څه هم امریکايي چارواکو تر دې وړاندې د خپل پوځيانو په کمولو خبرې کړي، خو د واشنګټن پوسټ د وروستي راپور په څېر يې د ځواکونو د شمېر کمولو په اړه يې رسمي دريځ نه دی ښکاره کړی.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي و، چې هېڅوک نه دي خبر او ده په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر له اتلس زرو نهو زرو ته راښکته کړی دی.

د امریکايي چارواکو ضد او نقیض څرګندونې د اندېښنې وړ دي.

يوه لور ته ولسمشر ټرمپ وايي، د امريکايي ځواکونو شمېر يې له اعلان پرته نهو زرو ته راښکته کړی، خو واشنګټن پوسټ بيا وايي، سپينه ماڼۍ به د خپلو پوځيانو شمېر له څوارلس زرو اتو زرو ته راښکته کړي.

تر اوسه هم څوک نه پوهيږي، چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او قراردادي ملېشو کره شمېر څومره دی؟

ولسمشر ټرمپ زياته کړې، چې افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو سربېره به هم هلته د امریکايي استخباراتو قوي مرکزونه پاتې وي.

همدارنګه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت د مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر په حواله ليکلي، چې امریکا په افغانستان کې د بګرام سربېره د يو شمېر اډو ساتلو هوډ لري.

خو ايا د افغانستان روانه کشاله به د بهرنيو پوځيانو په کمولو او که بشپړ وتلو حل شي؟

طالبان له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا پر ضد مبارزه کوي، په ټينګار سره وايي، چې د افغانسان سولې او ثبات لپاره د ټولو امریکايي پوځيانو وتل اړين دي.

داسې ښکاري، چې امریکايي چارواکي لا هم د خپلو اډو د ساتلو په موخه د چنو وهلو په موډ کې دي او هڅه به وکړي، چې د مذاکراتو اتم پړاو پر مهال هم د اډو غوښتلو لپاره له طالبانو سره چنې ووهي.

خو طالبانو په تکراري توګه ويلي، د يوه او زرګونو بهرنيو عسکرو حضور منل سره برابر دي او هېڅکله به په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ونه مني.

طالبان پوهيږي، چې له شرعي او سياسي پلوه د يوه امریکايي پوځي منل هم د دوی اتلس کلنه مبارزه په اوبو لاهو کولی شي او هېڅکله به داسې تېروتنه ونه کړي.

بل پلو امریکا هم بايد په دې پوهه شي، چې د طالبانو سربېره روسيه، چين، ایران او د سیمې نور هېوادونه په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې نه مني او که امریکايي چارواکي بیا هم د پوځي اډو د غوښتلو لپاره چنې وهي، نو نه يوازې دا، چې د سولې رانږدې شوي مزل به يو ځل بیا تر نامعلوم وخته وغځيږي، بلکې جګړې به نور هم زور واخلي او امریکا به د مذاکراتو په ډګر کې ترلاسه کړی باور هم بېرته وبایلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همدرد افغان

ډیره ښه او پر وخت لیکنه، دا لیکنه باید په فیسبوک کی هر کس نشر کړی.
د اشعالګرو دقیق شمیر هیچاته نه دی معلوم، د اشعالګرو پوځونو شمیر کمول به نوری فتنی وزیږوی ډلی او ټپلی به جوړی شی د افغان ولس واحد د مقاومت صف به دړی وړی شی الله د نه کړی.
د افغانستان ولس استازی علماء کرام باید ځیرګ اوسی.

جميل

دا چی څوک په افغانستان کی امريکايی اډی منی څوک يی نه منی ، خو اصيل او مجاهد افغان يی هېڅکله نشی منلای .
امريکا دی پدی ښه سر خلاص کړی ، اډه خو لا څه چی يو عسکر او يا يو جاسوس مو هم د سفارت په زيرخانو کی هم پټ وی دا غيرتی موئمن ولس به يی در ووژنی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x