افغانستان

 خلیلزاد: کابل او اسلام اباد باید له خپلې خاورې یو بل ته ګواښ پېښ نه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې تېره ورځ پاکستان ته تللی وو، هلته یې ددې هیواد له لومړي وزیر، د فوځ له مشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره ناستې کړې او د افغانستان د سولې په تړاو ورسره غږېدلی.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي « همدا اوس مې په اسلام اباد کې له عمران خان، شاه محمود قریشي او جنرال باجوه سره ملاقاتونه پای ته ورسول، واشنګټن ته مو د عمران خان د وروستي سفر او راتلونکو ګامونو په تړاو خبرې وکړي، ما دوی د افغان سولې په پروسه له شوو پرمختګونو خبر کړل او په دې برخه کې مو د پاکستان په رول او دا چې پاکستان په راتلونکې کوم مثبت ګامونه اخستلای شي؛ خبرې وکړې».

خلیلزاد وړاندې زیاتوي « سوله به له پاکستان او افغانستان څخه دا تضمینونه وغواړي، چې د هیڅ لوري خاوره به د بل په وړاندې نه استعمالېږي، د بین الافغاني مذاکراتو د هر اړخیز تړون په لړ کې دا ډول ضمانتونه کولای شي اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال ته لاره هواره کړي».

زلمی خلیلزاد داسې مهال له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په پروسه غږېږي، چې تمه ده نوموړی په لنډ وخت کې دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره په تېرو پړاوونو کې شوې هوکړې وروستۍ کړي.

اتم پړاو مذاکرات چې تمه ده په لنډ وخت کې پیل شي، د امریکا متحده ایالاتو یې تر پیل وړاندې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو سګنالونه ورکړي، ولسمشر ټرمپ وايي، هر څومره ژر چې کېدای شي خپل عسکر به له افغانستان څخه راوباسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

پرون د کشمير خبره وه چه په تائسف سره د پاڼی چلوونکو زما تبصره نشر نکړه . اوس بيا د کابل او د اسلام آباد يو بل ته د ګواښ خبره ده ، يعنی څه ؟ پاکستان د طالبانو له راتګه په څه بيره کی دی ؟ زما په اند پاکستان غواړی د امريکا د ضعف څخه په استفادی د امريکا لخوا پرهند فشار راولی ، او که يی بيا دا ګمان کړی وی چی طالبانو کرامو ته د خيالی ډيورند يادونه وکړی ، ځواب به يی همهغه وی چی : کښيږده ګوله خاينه ، ولاړيږه چی بيا دی ونه… نور لوستل »

اجمل

جمیل صیب: داسی زما په زړه هم کله کله خبری کوه. کور د آباد. هغه د کشمیر په ارتباط تبصره دی یو وار بیا ولیکه کوندی داځلی یی نشر کړی. پریږده چی لږ می پر فاکستان زړه یخ شی. خو دا هم ومنه چی طالبانو کی هم ډیر د آی اس آی جاسوسانو ځای نیولی ده. الله د رسوا کړی.

گل محمد نوری

دا چی افغان دولت وایی امریکا زموږ استراتیژیک ملګری(متحد) ده زما په نظر لدی چارواکو او سیاسیون سره د امریکا په اړه پوره معلومات نشته، کله چی روسان د ببرک کارمل په وخت کی راغلل، نو امریکا خپل ټول مالی امکانات پاکستان ته په اختیار کی ورکړل. پاکستان ددی پر ځای چی دا فکر وکړی چی افغان ولس مسلمانان دی (هغه که په ښار کی اوسیږی یا په کلیو کی) او د افغان دولت پر ضد د ګلبدین، ربانی، سیاف ، مسعود او داسی نور وسله والو ډلو نظامی او مالی ملاتړ وکړ یعنی امریکا غیر مستقیم د مجاهدینو ملاتړ… نور لوستل »

عبدالله

نوری صاحب له گوتو او قلم مو جار.

عبدالله

جمیل صاحب! که نن رانژدی وای نو د پورته تبصری په خاطر به می پر تندی مبارک مچ کری وای. افرین پر هر هغه چا چی حق ته حق وایی.

مجاهد

حمیل صاحب ! داسی نه ده جه تاسی ارزونه کړی . پاکستان زمونږ ګاوندی او مسلمان هیواد دی که چارواکی یی د انګریز غلامان دی مګر خلک یی زمونږ ورونه دی اشغلګر عیسویان او یهودان هڅه لری چه اسلامی ګاونډیان تل سره په کرکو او دشمنیو کی وساتی او هر یو جلا جلا ښکار کړی یو له بله داروی او د هغه بل په مقابل کی یی د ځان ملګری کوی . پاکستانیان چه هر څومره بد شی تر امریکایانو ښه دی ماته ډیورند ارژشت نه لری مونږ غواړو چه د دواړو ورونو اسلامی هیوادو پوی لکه د اروبایی هیوادو… نور لوستل »

عبدالله

مجاهد صاحب، په اروپا کی د هر ملک سرحد معلوم دی جنابه!! خبره داده چی د یو بل پاسپورت ته ارزشت ورکوی، یو بل نه سره وژنی. تاته سنگه دیورند ارزشت نه لری؟؟؟ ستا ملک یی دوه زایه کری، ستا ملت یی چی ۶۰ میلونه نفوس جوروی دوه توتی کری، ته د پی تی ام مظاهری نه اوری، تور پنجاب سومره پشتانه وژلی، ترور کری او ورک کری دی. ستا خبری د دژبی په تفاوت عینا د ظالم پرویز مشرف خبری دی، هغه هم همدا ویل چی افغانستان د پاکستان پنخمه سوبه شی باید. وطن د# حیثیت لری د خپل… نور لوستل »

مجاهد

عبدالله جان وروره! ستاسی تبصری ته کی دلته ځواب لیکم لا به کوچنی او د لوستلو د پاره به ستونزمنه شی زما عمده تبصری ته مراجعه وکړی نور په عمده تبصره کی

گل محمد نوری

تاریخ ته په کتو روښانه چی پاکستان د انګریزانو په واسطه د پښتنو د وژلو لپاره او خپل ماتی د غچ اخیستو په خاطر مینځ ته راغلی
نو انګریزان او امریکا کوښښ کوی چی د پاکستان په غیر مستقیم لاس افغان ولس ووژنی چی ساده بیلګی یی په ۱۸ کلنه دوره کی په افغانستان کی لیدل کیږی او څوک چی پدی سترګی پټي وی مطلب د پنجاب د ظلم سره مرسته کوونکی دی

جميل

مجاهد صاحب السلام عليکم ما څه ليکلی چی تاسويی ارزونه غلطه بولی .؟ ښه شو چی بيا موپه دجاليانو کی نيم شميرلی . که تاسو زما تيری تبصری لوستلی وای په هغو کی به مو خپلی ټولی ښی خبری موندلی وای ، لکه د پاکستان سره راشه درشه ، پاکستان زمونږ دوهم کور او….. زه پخپله د مسلمانانو تر مينځ سرحد او جلاتوب نه منم او د اسلامی اتحاد او ورورولی ارمانجن يم ، اروپايی هيوادونه خو بيا هم پخپلو کی سرحدونه او هر يو يی ځانته قوانين لری . دا منم چی پاکستانی ولس مسلمان ولس دی خو داهم… نور لوستل »

عبدالمالک همت

نر جميل يې ، نره خبره دي کړې او نر جواب دي ورکړی. د پاکستان خلک زموږ او د ټولي نړۍ د مسلمانانو دوستان دي، خو حکومت يې د انګرېزانو، امريکايانو او نورو دغو دوو غوندي خلکو دوست او د خپلو خلکو، زموږ او د نړي د مسلمانانو دښمن دی. لوی څښتن سبحانه دي داسي وخت راولي چي زموږ خلک او د پاکستان خلک لاسونه سره يو کړي او دا دواړه هيودونه د کفارو او د هغو د ټيټو ګوډاګيانو له ولکې راوباسي، په دواړو ملکونو کي محکمې او نور هر څه شرعي سي او دواړه وروڼه ملتونه يو د… نور لوستل »

lمجاهد

جمیل صاحب !
مونږ مخکی هم معذرت درڅخه غوشتی وو مګر هغه د کوم دلیل له مخی ډیلیت شوی او که مونږ په خطایی کی ډیلیت یا نه ده لیږل شوی.
عمر مو خوړلی، په یاد می نه دی چه ستاسی نوم می د اجمل د نوم سره تعویض کړی او که بله کومه خبره وه مګر اشتباها می تاسی ته لیکلی مونږ هغه تبصره واپس واخیستله

مجاهد

عبدالله جانه! ستاسی له تبصرو انګیرووم چه تاسی له نشنلستی ماخذو څخه استفاده کوی ایزمونه د چا له خوا او څومره د الهی نظام سره په ټکر کی دی. جلا بحث دی دلته به ستاسی په ځینو پوښتنو فوکس وکړو: ښه اخلاق لری د مفاهمو او مناظرو یو ښه شرط همدا چه له شو اسلامی یا انسانی اخلاقو کار واخلی. ۱ ـ اروپایی هیوادونه سره د دی چه جلا جلا ژبی لری ویزی سره نه لری،د ایرو په نوم یوه کورنسی، یو نظامی بیس، یو کلټور او یو غربی فرهنګ لری. او مونږ په یوه هیواد کی څو ملتونه او… نور لوستل »

عبدالله

مجاهد صاحب سلامونه او احترامات می ومنی. مننه چی اسلامی اخلاق مو مراعات کری او بد مو نه دی راته ویلی. لمری مجاهدصاحب ما هیخ وخت نه دی ویلی چی د کابل اداره ازاده اداره ده بلکی همیش په خپلو لیکنو کی لیکم او د زره له تله منم چی غلامه اداره ده، نو تاسو ولی پرما تهمت وایاست چی عبدالله دکابل اداره غلامه نه بولی. که اشتباه سوی یاست ما بخشلی یاست خدای تعالی دی وبخشی. خو دا په زغرده وایم طالبان هم غلامان دی البته د تور پنجاب او غیر مستقیم د امریکا. بله خبره پر دیورند معامله… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. د یو چا شخصیت ته درناوی درلودل یوه مقوله ده او د افکارو نقد یا نفی ئی بله مقوله ده. زه د پورته ټولو ګرانو تبصره کوونکو موجودیت ته درناوی لرم خو په تام جرئت د پورته ټولو تبصرو په وړاندی ګوستأخانه درېږم او نفی کوم ئی چی البته د نورو لخوا د خپلی تبصری د نفی حق هم د هیچا څخه سلب نه دی. ښاغلی ګل محمد ورور ته می عرض دادی چی: که د کوم تئاتر متصدیان د خپلی سیمی خلګو ته د مُفت یا بیی د ننداری اعلان وکړی او خلګ ورسی او خپل وخت… نور لوستل »

عبدالمالک همت

غلام حضرته وروره په نړۍ کي د اسلامي هيوادونو هغه اوسېدونکي چي مسلمان بلل کيږي ټول د قرآن کريم د لارښوونو له مخي يو د بل وروڼه او دوستان دي. موږ بايد د مسلمانانو په صفت د هغو درناوی وکړو ، اسلامي اخوت ور سره وپالو او بې دليله يې بد ونه وايو ، ځکه چي د بد ويلو حق يې شرعاً نه لرو. خو د ځينو اسلامي هيوادونو واکمنان، پر خپلو خلکو ظلم کوي او د خپلو ګټو او واک د ساتلو يا نورو مسايلو له امله د کفري هيوادونو ګټي ساتي. دا هغه راڼه حقايق دي چي ټول… نور لوستل »

جميل

غلام حضرت وروره ! ټول هغه خلګ چی پاکستانی مسلمانان خپل دينی وروڼه ګڼی تاسی هغوی ټولوته د احمقانو او خرو خطاب کړی ، او د پاکستان په کوچنی تاريخ کی چی ضيآلحق پکښی تر ټولو مسلمان مشر و بد ويلی . که مونږ پاکستانی ولس د نورو مسلمان ولسونو سره پرتله کړو نو د پاکستان د مسلمانی تله به درنه و سنګينه را ووزی ، ولاړ سی د نړی په نورو اسلامی هيوادو کی وګرځی د لمانځه پر وخت به پاکستانی مسجدونه تر ټولو ډک ومومی بيله د حرم الشريفين څخه چی هغه هم په مسافرو ډک وی .… نور لوستل »

غ.حضرت

جمیل خانه وروه! ما ته د توبی پخاطر ستا توصیه شاید د ورورۍ او پیرزوینی پر بنسټ وی چی کور دی ودان امّا ما ته هغه بیان سوی کیسی را یاد سوی کوم چی د طالبانو په لومړنیو ورځو کی د کندهار په ښار کی فرصت طلبو خلقیانو او افغان ملتیانو تر طالبانو اوږدی ږیری پری ایښی مصحف شریف پلاس کی او خلک به ئی د دین او طالب حاکمیت ته ور بلل. ګوره شریکه زه ستا د سواد او وطنی هویت په هکله څه نه وایم خو فقط دا درته وایم چی ستا اکثره فکری انډیوالان، د پاکستان وولس… نور لوستل »

Back to top button
18
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x