افغانستان

بادغیس: د مقر ولسوالۍ مرستیال ولسوال له ملګرو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ مرستیال ولسوال «حاجي ابوبکر» له خپلو لسو تنو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی او ګڼ مهمات یې هغوی ته وروړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ  مرستیال ولسوال حاجي ابوبکرخان   پرون  مازدیګر ناوخته  دجلب اوجذب کمېسیون په هلوځلو  دحقائقوپه درک کولو سره له خپلو ۱۰ تنه ملګرو سره   داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شو.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « نوموړو له ځان  سره  یو ثقیل ، یوراکټ ، ۵ کلاشینکوفونه ،  اونورمهمات هم  ترمجاهدینو پوري رارسولي، دنوموړي په  تسلیمدو سره ډېري پراخي سیمي دمجاهدینو ترولکې لاندي راغلي دي.مجاهدینو دنوموړو تود هرکلی وکړ اودایې ددین اوهیواد په ګټه کاربللی».

د یوې سترې ولسوالۍ مرستیال ولسوال داسې مهال له ملګرو سره طالبانو ته راځي، چې د سیګار وروستی موندنې ښيي، په تېر یو ه کال کې د امنیتي لیکو له منځه ۴۲۰۰۰ عسکر تللي، خو ښکاره نه ده چې څومرو یې دندې پرېښي او طالبانو ته ورغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x