افغانستان

ناټو: ډېر ژر به د افغانستان د سولې توافقنامه وروستۍ شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): ناټو وایي، د طالبانو او امریکا له روانو مذاکراتو بشپړ ملاتړ کوي او په ډېر لنډ وخت کې به د دواړو لورو تر منځ د افغانستان د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» چې یوې خبرې ناستې ته یې خبرې کولې وویل « موږ د طالبانو او امریکا تر منځ له روانو مذاکراتو بشپړ ملاتړ کوو، افغانستان سولې ته تر بل هر وخت لنډ شوی، موږ د افغانستان د سولې په پروسه کې د نورو پرمختګونو په لټه کې یو تر څو وکولای شي په افغانستان کې اتلس کلنې راوړنې وساتلای شو».

نوموړي زیاته کړه « امریکا او په ناټو سازمان کې د امریکا متحدین د افغانستان د سولې په برخه کې په همغږۍ مخ په وړاندې ځي؛ خو تر دې دمه لا هم ځیني ناحل شوې ستونزې وجود لري».

ناټو داسې وخت له متحده ایالاتو سره د همغږۍ ادعا کوي، چې امریکا له افغانستان څخه په لنډ وخت کې د خپلو عسکرو د ایستلو او له طالبانو سره د سولې د توافقنامې د وروستي کولو نیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x