افغانستان

طالبانو په خپلو لیکو کې د بهرنیو وګړو شتون رد کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ګډ حکومت د ملي امنیت ادارې هغه راپور رد کړ، چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو وګړو د وژلو ادعا پکې شوې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « نن دښمن پروپاګند خپورکړ چې ګني د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې یې د یوشمیر بهرنیو اتباعو په ګډون ګڼ شمیرمجاهدینو ته تلفات اړولي، موږ دغه ادعا په کلکه ردو،دمجاهدینو په لیکو کې دنورو هیوادونو اتباع شتون نه لري، دښمن د سیاسي موخو له پاره  په دغه ډول بې اساسه تبلیغاتو لاس پورې کوي.»

طالبان وروسته له هغه دا غبرګون ښيي، چې نن ورځ ملي امنیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه، د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې یې د «ایغور» او «چیچین» وګړو په شمول ۲۵ طالب سرتېري او مشران وژلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

مه وایی داسی. ما د هغو ۱۸ زخمی کسانو خدمت په خپل لاس وکړ چی د چا پښه نوه، د چا لاس او د چا هم دواړه. دا کسان چیچین، ازبک او عرب ول. دا هغه وخت وه چی طالبان له کابله څخه په تیښته کی ول بیا یوه شپه مولوی صیب واعظ راغی او دا ټول کسان یی سر په سر په ډاډ سن موټرو کی واچول او یوی نامعلومی خواته یی یوړل. اورسته وزارت وغوښتلم هغه تورکی لنډی قد سړی (داکتر هدایت الله ستانکزی) راته اختارونه راکړل او تهدید یی هم کړم. هغه وخت هم همدا فیروزالدین فیروز… نور لوستل »

مجاهد

حیرانوونکی !!!!!!!!!!!!!! د امریکا په مشری د ۵۰ هیوادو عیسویان او نصاری زمونږ هیواد په ګډه اشغال کړی زمونږ مسلمانان وژنی زمونږ د خاورو لاندی باندی زیرمی لوت کوی زمونږ له هیواد یی د نشه توکو نړیوال مارکیت او زمونږ له هیواد یی د مادربمه پوری د ممنوعه وسلو کارولو لاپراتوار جوړ کړی . دا یی هم خیر زمونږ هغه بی ضمیره او بی ناموسه چه یی په ډالرو پلورلی زړونه او مغزونه یی ورله پریمنځلی د دی د باره چه غلامی کی یی یرغمل نیولی او ساتلی وی د قضایی مصونیت یی به کورونو کی تر دوی لمړی واک… نور لوستل »

عبدالله

مجاهد صاحب! بلی، دا حدیث شریف دی چی مسلمانان سره ورونه دی. بیشکه هر زای چی مسلمان وی که لندن وی که امریکا او …. توله سره ورونه دی. نو دا خپل دملگ مسلمان افغانان ولی وژنو؟؟ کافر او اشغالگر خو د همدی دپاره راغلی موژ ولی پرلاری ماین ایژدو؟؟ موژ ولی مسجد کی انفجار کوو؟؟؟ موژ ولی عام المنفعه زایونه ورانوو؟ ( موژ یعنی طالبان او حکومت) که ثبوت غواری درته وبه یی لیکم!!! مسلمانان سره ورونه دی خو خپل منز کی حساب او کتاب لری او دهغه خخه هدف نظم او دجامعی شه پرمختگ دی، لکه په یو… نور لوستل »

مجاهد

عبدالله وروره ! ناسمه منطق د حقایقو سره په مقابل اړخ کی قرار لری. زه که ستای هر منطق ته عبدالله صاحب ځواب ولیکم د وخت ضیاع ده، که د زړه چاپیریال کی د حرص په ځای اطمنان شتون ولری هغه چاپیریال سپیڅلتیا ترلاسه کوی ضمیر یا وجدان په سپیڅلو ځایو کی هستوګنه اختیاروی . ضمیر یا وجدان حقیقی قاضی دی بیا تاسی ته لیار سده کوی که ستاسی ضمیر قناعت وکړو تاسی هم قناعت کوی که نه دغسی ګډی وډی او د لویدیز د وکیلانو په شان دلایل به تل وایاست. ستا کور اشغالګرو ستا د ځینو بی ضمیرو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x