افغانستان

حکیمي: د علماوو په نامه خلګ رابلل شوي وو او په ټاکنو کې د ملاتړ په موخه پیسې ورکول شوې وې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو شورا وايي، دولت ته یې له ورکړي فرضت یوه ورځ اوړي؛ خو دوی تر دې دمه د خپلو غوښتنو په تړاو د حکومت له لوري هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا چې له حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو تضمین غواړي، تېره جمعه ګواښ کړی وو که تر پنجشنبې ورځې پورې حکومت دوی ته د رڼو ټاکنو د ترسره کولو او له دولتي امکاناتو څخه د ګټې نه اخستنې ډاډ ورنکړي، دوی به ټاکنې تحریم کړي.

یاده شورا چې دوولس غړي لري، له منځه یې شهاب الدین حکیمي وایي « حکومت تر دې دمه د دولتي امکاناتو او سرچینو له کارولو لاس نه دی اخستی، ولسمشر یوازې په تېره یوه اونۍ کې پنځوس تنه ځان ته نږدې کسان په دولتي چوکیو ګمارلي او په دې برخه کې تر ټولو مسخره ګام د ګمرکاتو د رییسانو ټاکل دي، څو حکومت وکولای شي د ټاکنو لپاره زیاتې پیسې لاسته راوړي».

نوموړي زیاته کړه « خلک یې د مشورې او د علماوو د شورا په نامه راوبلل. زه تاسو ته قسم خورم چې څو کسه یې ماته راغلل چې موږ ته یې پیسې راکړې او له موږ څخه یې هیله وکړه چې تاسې په ټاکنو کې له موږ سره مرسته وکړئ.»

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د حکومت دواړه شریکان د دولتي سرچینو څخه په ګټه اخستنه تورنېږي، تېره ورځ هم د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ګواښ کړی، که په شخصي کمپاین کې د دولتي امکاناتو کارونه همداسې دوام وکړي، دواړې ډلې به له قانوني چلند سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx