افغانستان

خلیلزاد دوحې ته له رسېدلو سره سم، د سولې د تړون لاسلیک ته تیاری ښودلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی « زلمی خلیلزاد» په اسلام اباد کې له دوه ورځنۍ دمې وروسته د قطر پلازمېنې «دوحې» ته رسېدلی او له طالبانو سره یې د سولې د تړون لاسلیک ته تیاری ښودلی.

خلیلزاد شېبه وړاندې په خپل ټویټر ولیکل « همدا اوس دوحې ته راورسېدم څو له طالبانو سره خبرې بیا ځلې پیل کړم، موږ د عسکرو د ایستلو په توافق پسې نه بلکې د سولې په یوه داسې توافق پسې راوتلي یو چې له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو ته لاره هواره کړي».

نوموړي زیاته کړې « په افغانستان کې زموږ شتون په شرایطو پورې تړلی او د عسکرو ایستل به هم په شرایطو پورې اړه لري، طالبان  د یو غوره تړون لاسلیک ته اماده ښکاري، موږ تیار یو، یو غوره تړون لاسلیک کړو».

د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو خبرې چې تمه ده سبا پیل شي، تر ډېره ګمان کېږي، په یادو خبرو کې به له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو توافقنامه له طالبانو سره لاسلیک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

خليلزاد :«موږ د عسکرو د ایستلو په توافق پسې نه بلکې د سولې په یوه داسې توافق پسې راوتلي یو چې له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو ته لاره هواره کړي». « په افغانستان کې زموږ شتون په شرایطو پورې تړلی او د عسکرو ایستل به هم په شرایطو پورې اړه لري» ګوره د امريکې ګماشته خليلزاده ! د امريکې له ګوډاګيانو، ډالرخورو او جنايتکارانو پرته د افغانستان نور ټول خلک کوم چي د دې هيواد اصلي مالکان دي له خپلي مقدسي خاوري څخه ستاسي د ټولو پوځيانو هر څه ژر وتل غواړي. تر دې زياتي ستاسي نوري خبري او… نور لوستل »

اجمل

په سیاست کی داسی کګی وګی خبری کیږی سر مه پری خوږه وي.

اجمل

اوس چی یو څه عسکر وباسی تر څو یوه د اعتماد فضا منځ ته راشی او طالبان هم اوربند وکړی. بیا دی سوکه سوکه ټول عسکر وباسی. کچیری یو وار ټول عسکر وباسی بیا نو د مجاهدینو د وخت ډرامه یو وار بیا تکرار کیږی او جنګونه به همداسی ادامه پیدا کړی او وضعه به نوره لدی بد تره شی.

گل محمد نوری

اجمل وروره! که د تاسی په یاد وی څه موده مخکی امریکا د پروان خلکو ته ویلی وو چی بګرام ته نږدی سیمی پر دوی خرڅی کړی او امریکا کوښښ کوی چی نږدی سیمی په لوړه بیه ترینه واخلی که دا خبره رښتیا وی نو داسی معلومیږی چی امریکا سولی ته ژمن نده دا ټولی غونډی او ناستی تشریفاتی دی ځکه نه طالبانو او هم امریکایانو د تیرو ۷ غونډو جزیات او هغه څه چی واقعیت لری له افغان ولس سره ندی شریک کړی دا چی دا ولی او پدی کی د پآکستان او امریکا څه راض دی بیا وروسته… نور لوستل »

مجاهد

زه باور لرم چه امریکا د پرونی شوروی اتحاد د برخه لیک په درشلو کی قرار لری ، افغانستان به یی د زهرو مړی شی انشالله . د امریکا خلک به ورته راپاڅیږی او دغه د نظم نوین جهانی ماسونیستی دموکرات او جمهوریت غوښتونکو حکومت به ړنګوی او امریکا ته به د شوروی اتحاد وروسته به شان بل نوم ټاکی او د امریکا بار دننه ټولی مستعمری به تری خپلواکی تر لاسه کوی یعنی اوسنی هویت به له لاسه ورکوی . د همدی امله امریکا هغه برخه لیک ته ځان نه پریږدی چه هویت یی زایله شی ، مګر په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x