نړۍ

ایران د خپلې کرنسۍ نه ۴ صفره لرې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل): د ایران کابینې هغه مسوده منظوره کړې چې له مخې به یې نوي بانکي نوټونه چاپیږي او د کرنسۍ څخه به څلور صفرونه لرې کیږي.

د ایران د مرکزي بانک رییس عبدالناصر همتي ویلي چې دغه مسوده به د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې شي او تر تصویب وروسته به د ایراني ریال څخه ۴ صفرونه لرې او لس زریز نوټ به په یو تومن بدل شي.

اوسمهال ۱۲۰،۰۰۰ ایراني ریال د یو امریکايي ډالر معادل دي او د نوي بانکي نوټونو د چاپېدو سره به د یو امریکايي ډالر ارزښت شاوخوا ۱۲ ایراني تومن شي.

د ایران مرکزي بانک وايي چې که یاده مسوده تصویب شي نو نوي بانکي نوټونه به چاپ کړي.

د یادونې وړ ده چې دې ته ورته طرحې په ۲۰۰۸ز کال کې د ایران مرکزي بانک کابینې ته وړاندې کړې وې خو هغه مهال ورته ډیره پاملرنه ونشوه.

په ۲۰۱۸ز کال کې چې کله ایراني پولي واحد خپل ۶۰ سلنه ارزښت د لاسه ورکړ مرکزي بانک يې یو ځل بیا پر دغې طرحې کار وکړ.

د چارو شنونکي وايي چې ایران دغه هڅه په کور دننه د ډالر د کموالي او د بهرنیو اسعارو د ټيټوالي او هم د معاملو د اسانوالي په موخه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x