افغانستان

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د اتم پړاو مذاکرات نن پيلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د قطر پلازمینې دوحې ته د امریکايي استازي زلمی خلیلزاد د رسیدو سره سم نن د شنبې په ورځ به رسما د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو اتم پړاو پيل شي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم او سیاسي دفتر یوه غړي نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی به د اتم پړاو لومړی ناسته نن د شنبې په ورځ پر لس بجې وکړي.

زلمی خلیلزاد تېره ورځ د اسلام اباد څخه قطر ته ورسیدی او د رسیدو سره یې هم مهاله د چټک پرمختګ او ممکنه اتفاق خبر ورکړ.

نوموړي وویل چې دوی د طالبانو سره د یوې داسي سولې تړون کوي چې د ځواکونو ایستلو ته لاره هواره کړي، او زیاته یې کړه چې د امریکايي ځواکونو شتون په افغانستان کې مشروط دی او د افغانستان څخه وتل به یې هم مشروط وي.

د نوموړي په وینا طالبان داسي اشارې ورکوي چې غواړي یو توافق ته ورسیږي، او خپله امادګې يې هم ښودلې.

د یادونې وړ ده، چې د مذاکراتو د تېر پړاو وروسته د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي وه، دوی د امریکایانو سره پر وروستیو ټکو باندي تفصیلي بحث کړی او اتفاق پر دې شوی چې هر لوری به بحث شوي موضوعات له خپلو مشرانو سره شریک او مشوره وکړی او ژر به د یادو ټکو د نهایي کولو لپاره سره کښيني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د امريکايي ښکېلاک ګماشته خليلزاد ته ! مشروط – مشروط دي پرېږده، چټي له ځانه خبري مه جوړوه او تر خپل صلاحيت اضافه مه ږغېږه، څه چي ستا ولي نعمت، لوی طاغي ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کي ويلي دي هماغه خبري دي، نوري ترخزي مه وراچوه. خليلزاده خير دی مسخرې ايله دي. وايي: يوه سړي ته په يوه دښت کي يوه ښځه پيدا سوه. ښځي چي وليدل چي سړی مي کار راخرابوی، نو ځني په ځغستا سوه . دا ځغلي ، سړی پسي ځغلي. کله چي يې سړی په ځغستا ډېرستړی کړ، ښځي ته يې ورناري کړه: ځغله مه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x