نظــر

له اتم پړاوه که شل نه شوه…

محمد امین بسمل

زموږ بېګناه اولس له لمړي تر اووم پړاوه کافي کړاونه ولیدل، وزغمل او لا همداسې هغه نادودې ورسره روانې دي؛ چې نه یې چنګېز او نه انګرېز ماضي لري، حتی د روس په کفري اشغال کې هم زموږ بېنوا اولس دا ډول په نیمو شپو نه و مرمي باران شوی او نه یې چا دیني مدرسې، جوماتونه او پاک قران عظیم الشان داسې لمبه لمبه کړی و لکه اوس چې د کیبرجن امریکايئ اشغال او ددې شرمېدلي اشغال د اجیرې او ګوډاګۍ ادارې لخوا کيږي.

پرون مې له رسنیو څخه واورېدل، چې غلام غني ۴۵ کاله دیني زده کړې کړې دي او د کابل غوړه مالو په اصطلاح (علماوو)ته یې د چربو چربو وعدو ترڅنګ په هره ولسوالي کې د جامع جوماتونو د جوړولو وعدې هم ورکړې دي.

ما وېل یا خو خوب وینم او یا خو هغه څوک چې ځان د یو نومیالي اولس مشر بولي؛ په دې سن او سال یې له حیا سره بېخي مخه ښه کړې ده.

نن سبا به د هیواد په ګوټ ګوټ کې داسې څوک نه وي چې هغه دې د شپنیو بزدلانه چاپو په ترځ کې د ملکي وګړو، ماشومانو، بوډاګانو، ښځینوو، دیني مدرسو، جوماتونو او طالب العلمه تازه ګلانو د شهادت خبر وا نه وري دروازې په بمونو الوزول اوهغه نورمادي زیانونه خو لا اخوا پرېږدئ.

زه د ارګ پېزواني پاچا ته یوازې دومره لیکم، چې دا خټين جوماتونه او مدرسې مه راته ورانوه، پاک کتاب مو مه راته سوځوه، بېګناه ملکي وګړي مه را ختموه؛ هغه د ولسوالیو پاخه سمټي جامع جوماتونه دې په تا مبارک وي.

بل دا چې ستا ولسوالۍ چېرې دي؟

ستا ښاغلي ولسوالۍ خو نن سبا هغه ستاسو په اصلاح په تاکتیکي ډول د خره په شا له یوځای څخه بل ځای ته نقلیږي نو هغه ستا له جامع جوماتونو سره به بیا څه کوې؟

بیا به یې د دښمن د پټن ځای په نوم بمباروې؟

او که به هغه هم په تاکتیکي ډول بل ځای ته نقلوې چې نه نقلیږي خو یو امکان یې زه درته ښييم هغه دا چې ستا د جامع جوماتونو ساختمان باید متحرک شکل ولري ما نا لکه هغه اوږده اوږده ټرک موټر زیات ټایرونه ولري بیا یې نو له خپلې ولسوالۍ سره همزمان په تاکتیکي ډول نقلوه قربان.

د درنو لوستونکو دې باور وشي ، چې دې انسان ته په لیکلو ما ته حیا دریږي مانا په لیکلو نه ارزي.

راځم د سرلیک سپړلوته

زه له طالب پوځي او سیاسي مشرانوڅخه جدي هیله کوم، چې اتم پړاو وروستی پړاو کړي.

وخت لکه سره زر دی وخت له لاسه مه ورکوئ غلیم د وخت په تېرولو ځان ته نوي امکانات برابروي.

نړیوال کړکېچن وضعیت ته په کتو غلیم هرې معاملې ته له خپلو تاریخي حریفانو سره تیار دی خو دې ته هیڅ نه دی تیار، چې د اسیا زړه یا دا ستراتیژیک پول او موقعیت ګران افغانستان له لاسه ورکړي.

دا چې له پړاونو کړاونه جوړ شول او درییمان یا ناذرین مذاکراتو ته نه پرېښودل کیږي علت یې هم همدا مسئله ده.

لکه څرنګه مې چې د جولای په نهمه نېټه له ښاغلي داوود جنبش سره په بي بي سي رادیو کې د اتم پړاو لپاره ناذرین اړین وبلل؛ یو ځل بیا له طالب مشرانو هیله کوم څو دا شرط په امریکایانو ومني که نه نو باور مې نشي چې دا پړاونه را لنډ شي.

د ناذرینو په وجود کې به په طالب مشرانو فشار کم، د امریکايي لوري انتر منتر بند، خبره سپینه او ددې ترڅنګ به اولس ته رښتینی پرمخ تګ یا په شا تګ واضع وي.

که امریکايئ لوری د ناذرینو سخت مخالفت وکړي نو طالب لوری دې مذاکرات تحریم او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته چې هلته روس او چین هم پکې دي رسمأ شکایت وکړي.

د یادولو ده چې له نېکه مرغه طالب لوری نن یو رسمي او سیاسي ادرس دی نو ځکه به د امنیت شورا غړي د خپلو ګټو لپاره هم ورسره ودريږي.

زه خو بېخي په امریکایانو باور نه لرم هغوی په محفل کې د رقاسې په ډول؛ ناڅي له یو سره خو شپه یې بیا له بل سره وي.

امریکا له احد اوپيمان سره پابندي ځکه نه لري چې بنیاد یې په غبن کېښودل شوی؛ دوی د درۍ سوو ۳۰۰کلونو په جریان که هر څه ته په ترهه او بدماشي رسېدلي خو له نېکه مرغه چې زوال یې لرې نه دی.

نور نو د چاپو او د امریکا د دوه مخي سیاست له لاسه زموږ اولس تر دوو سپږمو رسېدلی دی.

داسې ښکاري لکه امریکایئ لوری چې په مذاکراتو ملنډې وهي کله وايي ټاکنې مهمې دي او کله بیا وايي د سولې خبرې ته وا موږ ماشومان ورته ښکارو.

اووم مذاکراتي پړاو ته دهرچا سترګې وې خو هیڅ مو هم تر سترګو نه شول او خلیلزاد چین ته خېز تېر واچاو ته وا افغانستان کونډه ده چې لېورونه یې یو غواړي یو چاته او بل غواړي بل چا ته په نکاح کړي الحمدالله چې؛ افغانستان تاریخ، تاريخي ویاړونه او اتلان لري.

افغانستان هغه ملک دی چې د څلورو لسیزو په توفاني جګړو کې یې غازیان لا همداسې په نه ستړي کيدونکي ډول د الله ج په مرسته په مخ روان، د یویشتم قرن دلوړې تکنالوژي کاړتوس او وسلې ور پوچ او شاوخوا په ۵۰ پنځوسو ملکونو باندې یې سړه تبه راوستې ده.

د نړۍ په تاریخ کې به ددې اوږدې اوسوځوونکې جګړې د ګټلو ویاړ که د جنګ او یا خبرو له لارې وي انشاالله د افغان اولس اوپه ځانګړي ډول د امارت د ګل ګل غازیانو په برخه وي.

د افغان مقاومت له بریا سره به زموږ د اتلو نیکونو ارواوې په ګورونو کې ښادې او جشنونه ونیسي.

ابدالي او میرویس خان به په جګو سترګو پخپلو غازي لمسیانو وویاړي.

د امارت له ګلونو وروڼو هیله کوم، چې د خپلو ټولو شته امکاناتو تر څنګ دغلیم لپاره د هغه غلیم وکاروي او دا تاریخي امکانات له لاسه ورنه کړي.

د امریکايي اشغال پوځي مهالوېش باید میاشتو او کلونو ته اوږد نشي.

که یوعسکر یې هم پاته وي نو ټرمپ یا کوم بل یو به یې د ټاکنو له ګټلو سره همزمان یوه نوې پلمه پیدا او د اوباما په ډول به تازه دمه لېوان درته راوليږي.

د کابل له ادارې سره مخامخ خبرې او اوربند د امارت د ګټلي میدان د بایللو په مانا ګڼم.

لیکنه مې په همدې ځای لنډوم دلته د شپې دوه نیمې بجې کیدونکې دي له پاک الله ج څخه هیله لرم چې اتم پړاو وروستی پړاو شي.

له اتم پړاوه که شل نه شوه

طالبه وروره مخامخ به جنګ ته ځونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

موږ امیدلرو چي شل به سي که نشوه مخامخ جنګ خو هسې روان ده

جميل

محترم بسمل صاحب السلام عليکم څنګه چی تاسو ويلی چی زمونږ اولس د لمړی پړاو نه تر اووم پړاوه کافی کړاوونه وليدل ، بيخی سمه خبره ده ، زمونږ اولس له ډيره راپديخوا کړاوونه وينی ، د شورويانو په آخری کال هم بمباری ډيری سوی ، د امريکا د اشغال د لمړیو وختو کړاوونو د بشريت په تاريخ کی د ظلم او وحشت ريکارډ وګټی ، اوس هم دښمن خپل آخری زورونه وهی خو څه به يی لاسته ورنشی مګر داچی ځان خراب کړی . محترم بسمل صاحب مونږ به صبر کوو او پر هغه محترم ، لايق ، مدبر… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تکړه،په خیرونو،په خیرونو،
بسمل ته،
له لندن څخه به کوم جنګ ته ځی؟جرمن پاسپورت جیب کی لری،مستقیما اسراییل او فلسطین ته استشهادی ته ځان ورسوه،
افغانستان جنګ میلیونو نه مسلمان قتل کړل،د رسول الله (ص)حدیث مبارک د نه دلوستی؟
که چیری کعبه لوټی لوټی دړی وړی شی،بیا هم د الله ج په وړاندی یی ارزښت د یو بی ګناه مسلمان د یو څاڅکی وینه توییولو څخه کم دی،

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x