نړۍ

ټرمپ: ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د خپلو پوځيانو په ويستلو ټينګار کړی دی.

هغه ويلي، چې لنډو ورځو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وشي، چې ورسره به له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو وتلو ته زمينه برابره شي.

ټرمپ زیاته کړې، د افغانستان خلکو ته درناوی لري او نور نه غواړي خپل ځواکونه په افغانستان کې د جګړو لپاره پاتې کړي.

هغه ټينګار کړی، دی غواړي، له اتلس کالو جګړې وروسته نور خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ويلي و، چې امریکا بايد د افغانستان جګړه نه وای پيل کړې او نور بايد په هر صورت دغه لېونۍ جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي، چې ولسمشر ټرمپ دوی ته د سولې ماموريت سپارلی او هڅه به وکړي، په لنډ وخت کې له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړي.

نوموړي دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي و، سپينه ماڼۍ غواړي، ژر تر ژره له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او د دې لپاره يې د زلمي خلیلزاد فعاليتونه ستايلي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ويلي، چې طالبانو سره د «يوه ښه تړون» لپاره قطر ته ځي.

امریکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نن د اګسټ په درېيمه يو ځل بيا په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو ناسته پيليږي.

طالبان او امریکا دواړه خوشبينه دي، چې د اتم پړاو پر مهال به هوکړې ته ورسيږي، چې ورسره به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه طالب مجاهدین د الله ج په نصرت اخری بریاوو ته رسیدلی د عباس ستانکزی د ماسکو هغه رشتونی شعار می هر وخت تر غوږو وی چه ویی ویل چه [[ امریکایان که په خوشه ونه وځی په زور یی باسو ]] هو همداسی ده ، امریکاد قطر مرکچی ټیم په دلایلو ویستلو ته نه ده مجبوره کړی. برخلاف طالب مجاهدینو د کابل غلامانو او امریکایانو باندی غرونو، دشتونو ، شارونو او حتی په ارګ او وزارتو کی زمکه سره کړی نور د اوسیدو توان نه لری جبرا یی د تیشتی د پاره د اسانتیاوو یی طالب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x