
فیسبوک د سعودي حکومت ملاتړي ۳۵۰ پاڼې او اکونټونه بند کړي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د فیسبوک ادارې د لومړي ځل لپاره هغه ۳۵۰ جعلي پاڼې بندې کړي دي چې د سعودي د حکومت ملاتړ يې کاوه.
فیسبوک تر دې وړاندې هغه جعلي اکونټونه او پاڼې چې د ایران او منځني ختیځ څخه چلیدلې بند کړي وو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د فیسبوک ادارې د اګست د میاشتې په لومړۍ نېټه هغه اکونټونه او پاڼې چې د سعودي حکومت په ملاتړ او د سیمهییزو هیوادونو په مخالفت کې استعمالیدل بند کړي دي.
فیسبوک ویلي چې دغه اکونټونه او پاڼو په مجموعي ډول ۱۴ لکه خوښوونکي درلودل او د سعودي حکومت اړوند خلکو چلول او سیاسي تبلیغات يې کول.
خو د سعودي حکومت بیا دغه ادعاوې چې یاد اکونټونه او پاڼو دې د حکومت له خوا چلول کیدل په کلکه رد کړي دي.
سعودي حکومت ویلي چې د یادو اکونټونو او پاڼو له خوا تبلیغات په دوی پورې هېڅ اړه نه لري.
ره هم فکر کوم چه د فیس بوک مخترع او چلوونکی یو امریکایی دی د دجال له اواوامرو او نواهیو مستثنی نه دی د امریکا او نړی ټولی رسنی،پاڼی ، فیس بوک ، تلویزونونه، ورځپاڼی، مجلی ، کتابونه، سینماګانی او داسی نور تبلیغاتی وسیلی د دجال د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانو له مخی کارول کیږی په ځانګړی ډول فیس بوک خو نن صبا په تبلیغاتی نړی کی تر تولو مخکښی لری د عربو پسرلی ( منی یا ژمی ) د همدی فیس بوک په مټ ترسره شو حتی نوره نړی کی چه د دجال په اوږدمهالو پلانو کی… نور لوستل »