ورزش

پر ميسي د دريو مياشتو بنديز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱زمری ۱۳۹۸ل( د ارجنټاين هېواد مشهور او نامتو لوبغاړی ليونل ميسي د فوټبال نړيوال فدراسيون لخوا د مړيوالو سياليو څخه د درې مياشتو بنديز سره مخ شو.

د برتانوي ورځپاڼو د راپور سره سم ۳۲ کلن ميسي هغه مهال له ستونزې سره مخ شو چې د «کوپا امريکا» سياليو پرمهال يې پر چارواکو تور پورې کړی و چې له کبله يې د درې مياشتو بنديز او ۵۰زره امريکايي ډالره جرمانې سره مخ شوی دی.

د کوپا امريکا سياليو پرمهال چې کله لوبڅار ميسي ته د (چيلي او ارجنټاين) لوبې د ۳۷مې دقيقې پرمهال په ناسم ډول سور کارت ورکړ چې له سيالۍ يې بهر کړ، ارجنټاين په ياد جام کې له برازيل لوبډلې څخه په نيمه پايلوبه کې ماتې خوړلې وه.

له يادې سيالۍ وروسته ميسي او د ارجنټاين فوټبال فدراسيون پر کوپا امريکا چارواکو تور پورې کړی و چې په ياد ليګ کې درغلي شوې، او ياد جام د برازيل لوبډلې لپاره ځانګړی شوی دی.

ليونل ميسي چې د نړۍ په کچه تر ټولو غوره فوټبالر دی، او يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم لري په راتلونکې ستمبر مياشت کې به د چيلي، ميکسيکو او جرمني لوبډلو پر وړاندې له نړيوالو سياليو بهر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x