افغانستان

حنفي: د سولې له تړون وروسته به اشغال په بشپړ ډول پای ته ورسیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، له امریکا سره به د سولې له تړون وروسته ټول امریکايي او ناټو عسکر له افغانستانه وځي او په وينا يې اشغال به په بشپړ ډول پای ته رسيږي.

مولوي حنفي د طالبانو له رسمي «الامارة» ويب پاڼې سره په غږيزه مرکه کې د اوربند په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «کله چې امریکا د نړيوالو ضمانتونو په شتون کې د خپلو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي، تر هغې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيليږي او اوربند به د بين الافغاني خبرو يوه برخه وي.»

د ښاغلي حنفي په وينا د بهرنيو پوځيانو د وتلو له مهالوېش وروسته به په داخلي چارو له افغان لوري سره خبرې کوي او په داخلي قضيو کې يې اساسي قانون، اسلامي نظام او اوربند سرټکي بللي دي.

طالبان له امریکا سره د سولې خبرو پر مهال اسلامي ارزښتونو ته څومره پاملرنه کوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال وويل، د دوی مذاکراتي ټيم له ديني علماوو جوړ دی، په هره پرېکړه او ګام کې لومړی اسلامي اصول په نظر کې نیسي او کومه خبره، چې له اسلامي ارزښتونو، ملي عنعناتو او د اسلامي امارت له اصولو سره مخالفه وي، هېڅکله يې نه مني.

مولوي حنفي خپلو ټولو جنګياليو، پلويانو او عامو افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي او ملي اصولو په اړه د دوی پر مرکچي ټيم باور وکړي او هېڅکله به د افغان ولس له هيلو سره بې پرواهي ونه کړي.

د بین الافغاني خبرو پر مهال د کابل حکومت سره د خبرو په تړاو مولوي عبدالسلام حنفي وويل، له امریکا سره د روانې جګړې د بهرني اړخ له حل کولو وروسته به کابل حکومت هم د نورو سياسي ګوندونو او افغانانو په څېر د مذاکراتو برخه وي او هېڅکله به د کابل حکومت سره د رسمي جهت او نظام په توګه خبرې ونه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نن د اګست په درېيمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو خبرې پيل شوي او دواړه لوري خوشبينه دي، چې روان پړاو کې به هوکړې ته ورسيږي.

په مرکه په لاندې لينک کې اورېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تکړه،
د امریکا اشغال چه پای ته ورسیږی،نو اتومات ډول د پنجاب،روسیه،ایران اشغال شروع کیدونکی دی،
دری وږی تږی اشغالګر،په سرحدونو باندی سر له اوسه تیار ناست دی،
ولس د خبر وی،

عبدالمالک همت

غميه وروره لږ دي د خولې سره پام کوه! د دې درو واړو سره د افغان ملت د مېړاني او سرښندني تاريخ او کارنامې ثبت او موجودي دي. پنجابيان زموږ په اړه وايي:«پټهان آګيا سب مرګيا».روسان خو دي ډا څو کاله دمخه وليدل . او ايرانيانو ته خو هم هوتکيانو خپله مېړانه ورښوولې او هم احمدشاه بابا رحمة الله عليه. دوی به هيڅکله هم داسي تېروتنه ونه کړي چي موږ اړسو چي بيا اصفهان او يا دا ځل تهران ځني ونيسو او بيا پر واکمن سو. غمی خانه تاته ولي دا پښتون ولس داسي يوه شومه خوړلې ايسي؟ وروره د… نور لوستل »

غمی.پښتین

.محترم همت صاحب سلامونه،
د ستاسو هره تبصره او هره لیکنه د په شوق سره لولم.هره لیکنه او هره تبصره د له یوی بلی څخه فوق العاده دی.له الله ج څخه اوږد عمر ښه صحت درته غواړم.
د ستاسو د پاسنی تبصره سره زه هیڅ کوم مخالفت نه کوم.
یوه خبره شته ،هغه دا چه ،اشغالګر په خپله افغانستان ته نه راځی.بلکه افغان سیاسیونو د اشغالګری لپاره شین څراغ ورکړی،اشغالګر راوالی،
اوس چه بیا هغه نادان سیاسیونو څخه دا اشتباه ونه شی،

عبدالمالک همت

وعليکم السلام ورحمة الله ستاسو له حسن نظره مننه کوم. ګرانه وروره دا ژوند ټوله مبارزه دی او د حق او باطل په جګړه کي تېريږي. زه فکر نه کوم چي کوم افغان دي چي رښتينی مسلمان وي په پوهه او قصد سره د وطن کوم غليم د خپل هيواد او خپلو مسلمانو او زورېدلو هيوادوالو نيولو او ځپلو ته را بولي. د دغسي کسانو په وړاندي افغانان سخت حساس دی مبارزه ورسره کوي او شاه شجاعان، ببرکان، کرزيان او اشرف غنيان يې جوتوي. البته که خدای مکړه کوم څوک په ناپوهي او اشتباه سره دغسي کارکوي بايد په سمه… نور لوستل »

حکیمي

########

گل محمد نوری

لکه څنګه چی قرآن عظیم الشان کی ویل شوی چی کافران دروغ ګوی دی نو موږ افغانان هم باید په امریکا باور ونه کړو ځکه چی د دوی خبری تر اوسه پوری اوو پړاونو کی نتیجه نده ورکړی او د ستاسو خبرو سره موافق یم ځکه د ایران او پآکستان په پالیسی ټول ولس خبر او آګاه ده او زیات تشریحاتو ته هم ضرورت نه پیدا کیږی ځکه پاکستان (پنجاب) زموږ ۴۰ کلن دښمن ده

ګل

د ډالرو بهیر دریږی د خوشالی خبره نه ده که امریکا وځی کاڼی بوټی ټول اشغال دی په داسی حال کی چه ټول عمر مونږ د ګاونډی هیوادو سره خوا په خوا پراته یو اشغال نه وو خو نن راته پشی او دهغه نور ملګری د د الرو د بهیر د بندیدو له اله سر ټکونه لری چه که د امریکا اشغال ختمیږی له هر څه اشغال جوړیږی یعنی دالر به نور نه وی . وایی کومه ګیدړه کوم بزګر نیولی وه، ګیدړی بزګر ته مخه کړی وه ، ورته ویلی یی وو چه که زه دی خوشی کړم قیامت… نور لوستل »

ګل

که ګاوندیان په ناحقه کی پیاوړتیا لری مونږ به حق کی ولی بیاوړی نه یو ، که مونږ د امریکا اشغال ته د پای ټکی کیشودلی شوی د ګاوندیانو اشغال ته به څرنګه د پای ټکی کینږدو، که د امریکا ګاوندیان د امریکا سره ښه ګاوندیتوب ساتلی او پاللی شی مونږ چه اسلامی ګاونډیان لرو ولی به دغه باور ونه زیږوو . مګر اصلی خبره د ډالرو د بهیر ده چه د امریکایی اشغال سره د دالرو بهیر دریږی نو هر څه به راته اشغال شکاری که مونږ دومره دارن شو بیا خو مو تر ژوند مرګ ډیر شرف لری… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

باور لرم چه تاسی مونږ نه پیژنی ځکه چه مونږ د موجوده بریالی جهاد په اړه د پام وړ کړنی نه لرلی مګر مونږ ټول مظلوم بشریت تاسی [[ چه نړیوال کفر مو د الله ج په نصرت له نړیوالی امبراطوری را وغورځولو ]] ډیر ښه او له نزدی پیژنی چه تاسی د اسلامی امت او مظلوم بشریت د باره د صحابه وو کرامو تاریخ را ژوندی کړو ، الله چه ستاسی د کم شمیرو او د مادیاتو له مخی په کمزورو وجود کی نړیوال کفر او دجال ته د خپلی خدایی عظمت ور په ګوته او ور په ډاګه… نور لوستل »

جميل

که همداسی واوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست .
زه رنځور به دی دعا کړم ښه په مينه به ژړاکړم
په دربار کی د الله(ج) بيا ستا بری به تمنا کړم

مجاهد

همداسی دی یو ماشوم چه له موره وزیږول شی اتلس کلنی کی واده کویت سړو کی شمیرل کیږی بلوغ ته رسیږی د طالب مجاهد اتلس کاله قربانیو کی بلوغ ته رسیدلی تر اوسه یی د صحابه کرامو تاریخ رازوندی کړی له دی وروسته به څرنګه بدل شی. مونږ باید ورباندی باور ولرو د طالب مجاهدینو لښکر د عیسی ع سره د دجال په ضد رالیږل شوی عسکر دی په نظامی ، تبیلغاتی ، نظامی او ټولو اړخو کی یی د کابل د غلامانو او بادارانو پرتله میدان ګټلی دا ځانله د دوی هوشیاری نه بلکه د الله ج مرسته ده

اجمل

ګوړه ګوړه یاده وی، خوله به مو شرینه وی.

افغانستان او افغانستان سابق نیست. اینرا هم بدانید که دشمنان بدتر از امریکا در کمین نشسته اند. بخاطر خاوند کمی سیاست بیاموزید با قدری، خلاصه و کنز نمیتوان سیاست کرد. آیا در میان شما کدام کله یی سیانسی هم است که با جهانیان در مباحثه سیاست در آید و آنها را قناعت دهد که شما بیک افغانستان مترقی و آزاد کار میکنید نه به پنجابی ها؟

احمدخان

همت صاحب ! دیره مننه کوم چه نړیوال کارغه ( غمی ) دی وپیژندلو هغه وخت ناوخت په ریاکاری یی ستاسی لیکنی او تبصری تقدیرولی ستاسی چاپلوسی به یی کوله چه د همفکره او هم سنګرو ورونو سره دی په ټکر کی واچوی او قرار قرار دی خپل شیطانی دریز ته لږ تر لږه د دوی د شیطانی دریز مقابل اړخ کی څه ونه لیکی . مګر دا ځل دی ډیر ښه پیژندلی، چه غمی دجالانو او غلامانو سره ملتیا لری، که هغه په دی قانع شو چه تاسی پیژندلی بیا ستا د دریز په مقابل کی په کلکه دریږی… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x