افغانستان

د فراه لپاره د طالبانو والي په هوايي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د فراه لپاره د طالبانو والي ملا فضل الرحمن د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

د طالبانو له لوري د نوموړي په اړه په خپره شوې تعزيتي خبر پاڼه کې راغلي چې ملا فضل الرحمن چې په ملا مشر يې شهرت درلود تيره ورځ په فراه ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

په خبر پاڼه کې ملا مشر اخند يو تکړه، باهمته او زړور مشر بلل شوی دی او د طالبانو په صف کې يې د هغه د فعاليتونو ستاينه شوې ده.

طالبانو د نوموړي د وژنې په اړه د هغه خپلوانو، ملګرو او کورنۍ ته د تسليت په پيغام کې ويلي دي چې د دوی قرباني به په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتګ او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو باعث کيږي.

اعلاميه زياتوي چې «اسلامي امارت بزدله دښمن ته یادونه کوي چې د الله تعالی په لاره کې شهادتونه زموږ د امارت د هر مشر او کشر لپاره د ژوند تر ټولو ستر آرمان دی، موږ به له قربانیو ستړي نشو، موږ به په شهادتونو باندې له خپل شرعي مسیر څخه راونه ګرځو؛ بلکې لا به مو آرمانونه راته قیمتي شي او لا به هم په لوړه حوصله او متانت سره جهاد ته دوام ورکوو. ان شاءالله تعالی.
ستاسو محاسبه غلطه ده چې ګواګې زموږ د مشرانو په شهادت رسولو سره به تاسو کومه ګټه تر لاسه کړئ، یابه خپل شوم هدف ته ورسیږئ، د تیرو کلونو تجربو ثابته کړې چې د هیڅ مشر په شهادت سره په جهادي صف کې کمزروي نه ده راغلې، بلکې د الله تعالی نصرتونه راغلي او د مجاهدینو جهادي جذبات او روحیات لا قوي شوي دي.»

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د امريکايي او داخلي ځواکونو په وړاندې د طالبانو مشران له خپلو جنګياليو سره يو ځای جنګيږي چې ځينې وخت طالب قومندانان او مشران هم په دغو جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

څو مياشتې وړاندې د هلمند ولايت لپاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان اخند هم د امريکايي ځواکونو په يو هوايي بريد کې وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راحعون الله ج دی د سپیڅلی مجاهد ورور [ چه د الهی نظام قایمولو، د هیواد د خلکو ، خاوری، خپلواکی، ناموس ساتنی او داسی نورو د پاره یی په خپل مال او سر د قربانی ډګر خپل ژوند او ځوانی قربانی کړه] شهادت قبول کړی او د دی سپیڅلی شهید او مجاهد ورور کورنۍ ، دوستانو او خپلوانو ته یی تسلی وایم، الله ج دی د دی مجاهد ورور غیر حاضری ورته نه محسوسوی او په ځانګړی ډول مجاهدینو ورونو ته یی تسلی وایم او دعا کوو چه دده برکتونه دی الله ج د… نور لوستل »

احمد خان

الله ج دی ورله شهادت قبول کړی ، دوستانو، خپلوانو او کورنی ته یی تعزیت وړاندی کوم او دعا یی په اړه کوم چه د دروند مشر غم هیر کړی . طالبانو ورونو ته یو ډیر ضروری وړاندیز: د دروند شهید او مجاهد مولوی صاحب په لاس کی ای فون ګورم د ټولو لاسی تلیفونو منځ کی موقتی او یا دایمی چیپونه وی چه په جوړه شوی کارخانه کی یی نمبر ثبت وی ، د هغو کارخانو واک او مالکیت خو د دجال سره دی په یو شکل د اشکالو هغه تر لاسه او بیا یی په ډیری تیزی سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x