شعـــــرونه

غزل/ شرافت ویاړ

شرافت ویاړ

زړۀ کې مې راځؤړند دی د یار د عاشقۍ تصویر
سترګو کې ویدۀ مې دی اشنا د شبګیرۍ تصویر

وخت تېر شوی لږ دی خو بلا توپیر لري ګورۀ
ونیسۀ یو ځای ستا اوسنی او د ځوانۍ تصویر

ښار کې چې هر څومرۀ سترګې واړؤم غریب نۀ وي
چرته بۀ پیدا کړم د ملنګ د ملنګۍ تصویر

زموږ د هیواد هر کس ارامي تۀ دومرۀ تږی دی
خیال کې یې نیولی وي هر چا د ارامۍ تصویر

ټولو تصویرو کې مې په هغۀ سترګې خښې شوې
ښکلی دی له ټولو نۀ دې ویاړۀ! د لنګۍ تصویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x