افغانستان

هرات: چاودنه کې د زنده جان ولسوالۍ ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ولسوال «شکرالله شاکر» په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د  طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «نن غرمه ۱۲ بجئ ۱۵ دقیقی دهرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د ترقي سیمه کې پر هغه هالیکس موټر چي دیادې ولسوالۍ ولسوال شکرالله شاکر پکښې سپور وو تاکتیکي چاودنه وشوه چي پکې ولسوال او یو ساتونکی یې قتل او ۳ نور ساتونکي یې ژوبل شول».

https://twitter.com/QMYAhmadi1/status/1157623954632335362?s=20

بل لور ته د هرات  ولایت د پولیسو ویاند «فرزاد فروتن» ددې پېښې د تائید تر څنګ یادوي، چې چاودنې ولسوال او د نوموړي یو ساتونکی وژلی او پنځه تنه نور یې ټپيان کړي.

د فروتن په خبره، پېښه د زنده جان ولسوالۍ د ترکه او ګل ماباد سیمو تر منځ رامنځته شوې.

داسې هم ویل کېږي، چې په یاده پېښه د ولسوال ورور هم وژل شوی؛ خو فروتن په دې تړاو بې خبري څرګنده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل

دی غلامانو غلو څومره ښکلی اسلامی نومونه پیدا کړی ، څومره ښه چه د فراه ولایت د پاره د طالب مجاهدینو والی صاحب یو له زرو یو غچ خو واخستل شو الله ج دی دده په شان او تر ده هم بورته ۹۹۹ نور غلامان هم په ورته ډول او لا په دسته جمعی دول د خاورو لاندی کړی همدوی د داشغال څمڅۍ او وسیلی دی که وسیله ختمه شوه اشغال هم ختمیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x