افغانستان

د دایکندي وکیلان: که د دایکندي ولایت امنیتي وضعیت ته توجه ونشي، ګڼې ولسوالۍ به سقوط شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): په ولسي جرګه کې د دایکندي ولایت استازي په یاد ولایت کې له خراب امنیتي وضعیت او د طالبانو له زیاتېدونکو حملو سرټکوي او اندېښنه ښيي، که مرکزي حکومت د دایکندی حالت ته پام ونکړي، ګڼې ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د ولسي جرګې غړی « علي اکبر جمشیدي» وايي، له تېرو دوو میاشتو راپدیخوا د دایکندي ولایت د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دی، هغوی د دایکندي سرحدي پوستې او قرارګاوې په نښه کوي او په لنډ وخت کې يې د پاڅون کوونکو په ګډون ۱۲۰ تنه امنیتي عسکر وژلي.

د ولسې جرګې بل غړی «سید داوود ناصري» هم د دایکندی خراب امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په خبره یې، همدا مهال د کجران او دیشو ولسوالۍ د طالبانو تر حملو لاندې دي چې که مرکزي حکومت یې غم ونه خوري له سقوط سره به مخ شي او په دایکندي کې به یوه انساني فاجعه رامنځته شي.

د دایکندي ولایت یو مدني فعال «عباس» بیا وایي، د طالبانو بریدونو د دایکندي ولایت اوسېدونکي په ژوره اندېښنه کې اچولي او هره شېبه د ولسوالیو د سقوط وېره موجوده وي.

دایکندي چې د افغانستان له امنو ولایتونو څخه بلل کېده، په دې وروستیو کې طالبانو پراخ نفوذ پکې پیدا کړی او ان د سقوط له ګواښ سره مواجه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل

زما وړاندیز د دایکندی ولایت طالب مجاهدینو ته هم دا دی چه به دغه لیکنه کی د کومو غلامانو نومونه یاد شوی هغوی د ملت استازی نه بلکه د دالرو دپاره د امریکا او ناتو استاذی او غلامان دی دوی باید د سقوط به ځای د فتح نوم ورکړی وی الله دی وکړی چه ټول افغانستان د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو له خونړی منګولو وژغورل شی د الله ج اراده او د طالب مجاهدینو قربانی او غوښتنه هم دا ده ځکه د هیواد د خلکو. خاوری او خپلواکی د دوباره ترلاسه کولو دپاره په مالو اوځانو شپه اوورخ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x