افغانستان

رحمت الله نبیل: حکومت امنیتي ځواکونه سیاسي معاملو ته ور ټېل وهي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» د حکومت له لوري د امنیتي ځواکونو له سیاسي کېدو خبر ورکړی.

نبیل چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د « امنیت او عدالت» ټاکنیز ټکټ مشري کوي، د کمپایني غونډې په مهال د ناستې ګډونوالو ته وویل « داسې نښې شته چې ښيي حکومت له امنیتي ځوکونو د یوې سیاسي الې په حیث کار اخلي، هغوی په ګوندي او سیاسي فعالیتونو کې ور ګډوي چې دا ګام د هیواد د راتلونکي لپاره زیات خطرناک واقع کېدلای شي».

نوموړي وړاندې زیاته کړه «حکومت پنځه کاله خلګ په تشو وعدو وغولول او د هغوی لپاره یې هیڅ کار ونکړ، یوازې په تېرو څو کلونو کې میلیاردونه ډالر یوازې ترکيې ته لېږل شوي او ۷ زره سوداګرو هیواد ته پرېښی، زه په ارګ باندې له حاکم ټیم سره مناظرې ته تیار یم او خلګو ته به داسې اسناد وښیم چې د هغوی ناکامي ښيي».

د نبیل په خبره، په ارګ باندې واکمن ټیم له دولتي امکاناتو او سرچینو څخه په ستره کچه استفاده کوي او خپل ټیم ته نږدې ملګري په لوړو دولتي پوستونو باندې ګماري.

دا دوهم نوماند دی، چې په تېرو څو ورځو کې «دولت جوړوونکي» ټیم ته د مناظرې بلنه ورکوي، تر نبیل وړاندې «فرامز تمنا» هم له اشرف غني غوښتي وو څو مناظرې ته ورسره کېني خو د دولت جوړوونکي ټیم له لوري ورته هیڅ ځواب نه دی ویل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دی دوو………س غلام ته وګوره ، دا خبیث تر تولو لوی د امریکا او ناتو غلام دی اوس یی د سپو په شان خپلو کی په خړاوه او سګ جنګی اچولی معلوم کړی چه کوم یی د امریکا ګټی ساتلی او ترلاسه کولای شی او کوم یو به دمظلوم اولس د استثمارولو او غلامولو د باره کاروی چه اشغلګرو ته د خبیث کرزی په شان ښه بدیل شی . دا خبیث وایی چه حکــــــــــــــو ةــت ، کوم حکومت ؟؟؟؟؟؟ دا خو غلامه اداره ده حکومت خو د خلکو له خوا د خلکو د امنیت او هوساینی د پاره وی دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x