افغانستان

ارګ: د بهرنيو عسکرو د وتلو پرېکړه کې اساسي رول د حکومت و

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د بهرنيو عسکرو د وتلو پرېکړه کې اساسي رول د ګډ حکومت و.

د ارګ د وياند مرستيالې درانۍ وزيري ويلي، د بهرنيو عسکرو د وتلو پرېکړه کې تر ټولو اساسي رول د ولسمشر اشرف غني و.

د ارګ وياندې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو چارواکو ويلي، له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې به د افغانستان روانه جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان به خپلو کورونو ته ستانه کړي.

خو د ارګ د وياند مرستيالې درانۍ وزيري د څرګندونو پر خلاف د ګډ حکومت چارواکو او د ملي شورا غړو له امریکا غوښتي، چې خپل پوځيان له افغانستانه ونه باسي او د کابل او واشنګټن ترمنځ شوي امنيتي تړون ته درناوی وکړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني څو مياشتې وړاندې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوم ليک کې له هغه غوښتي وو، چې د پوځيانو د ويستلو پرېکړه بدله کړي او په مقابل کې به يې دوی د لګښتونو په کمولو فکر وکړي.

درانۍ وزيري دا څرګندونې نن شنبه وروسته تر هغه کړي، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو پیل شوی او کېدای شي دواړه غاړې داسې هوکړې ته ورسيږي، چې امریکا به له افغانستانه خپل ټول پوځيان باسي او په مقابل کې به يې طالبان امريکا او متحدينو ته د ګواښونو نه پېښولو ضمانت ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

ستا هغه مبارک پت لیک زموژ په یاد ده مشره،که یوه ازاده رسنی وای ستا گیلم به ۴ کاله مخکی تول شوی وو،ته اپلتی ولی اوسوک دپوشتنی نشته،تاپر دیورند او په طورخم معامله وکره خو یوه ازاده رسنی نشته چه درنه پوشتنه وکری،ته وایی چه ما په لاهوراوکراچی کی ۴۵ کاله دینی زده کره کری او په عمره کی دورزی ۱۰۰ واری لمونز کاوه،طالع لری چه تولی رسنی غلام فطرته رسنی دی،دتا غربی فطرته لخوا ازادی نلری.

Ahmed

دي ته وائ ده 2019 تر ټولو ټوکو لوئيه ټوکه
??????????‍♂️?‍♂️?‍♂️?‍♂️

مجاهد

شریعت کی د ماشومانو، لیونیانو او غلامانو شاهدی د منلو وړ نه ده او د دوه ښخو شاهدی د یوه نارینه دشاهدی سره برابره ده. د اسلامی ټولو اوامرو او نوهیو طراح الله ج دی کوم چه زمونږ خالق او مالک دی هغه د دی اړه نه لری چه د کومی خبری پاره کی لږ و ډیر فکر وکړی ، د ( کن ) سر فیکن کیږی یعنی جه ووایی (( وشه )) بس په هماغه کچه شوی وی چه یوه ذره منفی څه پکی نه وی پاتی نو د غلامانو ، ماشومانو او لیونیانو د شاهدی نه جواز او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x