حکومت لا هم نه دی توانېدلی له طالبانو سره مذاکره کوونکی ټیم تشکیل کړي

په داسې حال کې چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د سولې روانې خبرې د پای ته رسېدو په لور ګړنډي ګامونه اخلي او تمه ده په تعقیب به يې د طالبانو او افغان سیاسي جهتونو تر منځ مذاکرات پیل کېږي؛ حکومت لا هم نه دی توانېدلی له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټیم تشکیل وروستی کړي.
که څه هم د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت درې ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له طالبانو سره د مذاکره کوونکي ټیم نوملړ یې وروستی کړی؛ خو د درې ورځو له تېرېدو وروسته لا هم د یاد وزارت له لوري وروستی نوملړ او د مذاکره کوونکو نومونه نه دي خپاره شوي.

د مذاکراتي ټیم یو احتمالي لست چې نن ټکی اسیا ته رسیدلی په لاندي ډول دی:

۱- سلام رحیمي
۲- همایون جریر
۳- ډاکټر ثریا دلیل
۴- لطف الله نجفزاده
۵- شهرزاد اکبر
۶- ډاکټر حبیبه سرابي
۷- ډاکټر سپنتا
۸- متین بیګ
۹- حافظ منصور
۱۰- نادر نادري
۱۱- شنکی کړوخیل
۱۲- مولوي لودین
۱۳- ضیاء الحق امرخېل
۱۴- غیرت بهیر
۱۵- فوزیه کوفي

یوې بلې سرچیني نن ټکي اسیا ته لاندي نومونه تایید کړه خو د نورو په اړه یې وویل چې لا هم نهايي شوي نه دي:
عطاء الله لودین، حبیبه سرابي، سپنتا، نادري، متین بیګ او شهرزاد اکبر.
باید وویل شي چې وروستي پنځه د طالبانو سره په ورستی بین الافغاني غونډه کې مخامخ شوي هم دي.

که څه هم د سولې عالي شورا هیله لري، دا ځل به مذاکره کوونکی ټیم د تېر په خلاف پراخ او وبه کولای شي د ټولو اړخونو استازیتوب وکړي؛ خو د سیاسي چارو شنونکي بیا د مذاکره کوونکي ټیم د نوملړ ځنډېدل د حکومت دننه د اختلافاتو او د ګوندونو له لوري د غوښنې برخې د غوښتلو پایله بولي.
د چارو شنونکی «نظر محمد مطمئن» وايي « خلیلزاد هڅه کوي چې ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په ګډه ۷ یا ۸ تنه د بین الافغاني راتلونکي ناستي لپاره ور معرفي کړي، همدارنګه یې له افغان سیاستوالو هم غوښتي چې په ګډه ۷ تنه ورته معرفي کړي، همدا ۱۴ یا ممکن ۱۵ کسان به د طالبانو له ۷ استازو سره بین الافغاني تفاهم ته د رسیدو لپاره خبرې کوي. اوس نو حکومت کې دواړه ډاکټران او د سیاسي ډلو هر مشر کوشش کوي چې مذاکراتو کې زیات کسان ولري، د سیاسي ډلو ترمنځ خلیلزاد ته په نږدېوالي کې ګرمه سیالۍ دوام لري، دوی خپلې ټولې هیلې او تمې په خلیلزاد پوري تړلي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

سره د دی چه دوی ورته بین الافغانی ټیم وایی ټول پکی همدغه د غلامی اداری غلام ګیدړان یی معرفی کړی دوه برخه یی زه له نزدی پیزنم. کشکی د مظلوم اولس علما او په وطن مین خلکو پکی برخه اخستی وی . د کابل د غلامی اداری غلامان خو بلواکه او طالبان خپلواکه د مقناطی د یو شانته قطبو په شان یو بل دفع کوی د طالبانو سره د مخامخ کیدو جرات نه لری د هغوی په مقابل کی وهم لری لکه مجرم چه پولیسو ته نزدی نه شی ورتلای . کله چه سره مخامخ شی هغه خبری کولی… نور لوستل »