آیا مسیحیت هم نړیوال دین دی او پیروان یې باید اسلام په څیرخلک ورته را دعوت کړي؟

استاد دلاور خان سيلاب

پوښتنه: یو شمیر عیسویان دا اعتراض کوي، چې مونږ په امریکا او اروپا کې ټولو مسلمانانو ته اجازه ورکړې، تر څو خپل دعوت خلکو ته ورسوي، تاسو ولې عیسویانو ته اجازه نه ورکوئ، تر څو خپل دین خپور کړي؟
ځواب: لومړی د عیسویانو دین نړیوال دین نه دی او یواځې تر بني اسرائیلو پورې محدود دی او دوی پردې اړ نه دي، چې دا دین خلکو ته ورسوي، که چیرته دوی دا کار کوي، نو دوی د خپل دین مخالفت کوي ، بله دا چې مسیحیان اوس د کوم دین مدعیان دي ، دا هغه دین نه دی، چې د الله جل جلاله له خوا په حضرت عیسی علیه السلام نازل شوی ، او دهغه له خوا یې خپلو پیروانو ته لارښوونې شوي دي. بلکې دا تحریف شوی دین دی او لارښوونې یې ټولې مسخ شوي دي. د ادیانو او مذاهبو او همدارنګه د تاریخپوهانو له معلوماتو سره سم کله چې حضرت عیسی علیه السلام د یهودانو له سازشه خوندي اسمان ته پورته شو، له دې وروسته د هغه پیروان له ځانګړیو ستونزو سره مخ شول، تر ټولو لویه ستونزه د هغوی لپاره داوه ، چې پولس (Paules) نومي یهودي چې په عربی کی یې( شاول) بولي، دعوه وکړه، چې ګویا ده ته حضرت عیسی علیه السلام امر وکړ، چې پاڅیږه او زما په نامه دعوت پیل کړه؛ البته د یادوې وړ ده چی د نوموړي سړي دا حرکت هم ددې دین پر ضد د یهودو د هماغو سازشونو او دسیسو یوه برخه وه، چې د سوچه عیسوي دین د له منځه وړلو لپاره د هغوی له خوا پلان شو، تر څو ددې دین اثار پوره له منځه یوسي. د پولس(شاول) دغه ډول ادعا په داسې حال کې وه، چې دی په خپله هم د حضرت عیسی علیه السلام د لارښوونو ضد او د هغه د پیروانو کلک دښمن و؛ هماغه و چې د نورو یهودو له خوا دې کار ته وهڅول شو نوموړي کوښښ وکړ تر څو عیسویت له داخله تحریف کړي، ده وکړای شو، چې په دې دین کې لاندې بدلونونه رامنځته کړي.

1. د عیسی علیه السلام شریعت ته یې عمومي بڼه وورکړه په داسې حال کې، چې نوموړی شریعت یواځې د بني اسرائیلو لپاره و.

2. نوموړي ادعا وکړه، چې عیسی علیه السلام په دار ځړول شوی او وژل شوی.

3. عیسی علیه السلام یې د خدای جل جلاله ځوی وباله او الهي صفات یې ورکړل.

4. د نر ماشوم ختان(سنتول) یې لغوه کړل.

یو شمیر نور بدلونونه یې هم امنځته کړل، چې په دې سره د عیسويت دین پر مسیحیت(Christianty) واوښت. د یادونې وړ ده چې داوسني معاصر محرف مسیحیت نسبت باید عیسی علیه السلام ته نه بلکه پولس (Paules) نومي یهودي ته وشي ، اسمان ته د حضرت عیسی علیه السلام له پورته کیدو وروسته د پولس او عیسی علیه السلام د اصلي پیروانو(حواریینو) تر منځ سخت اخ وډب روان و، په پای کې د څلورمې میلادي پیړۍ په لومړۍ څلورمه کې د ختیځ روم د امپراتورۍ له خوا د عیسی علیه السلام پیروان او موحده ډله وځپل شوه او د هغه لارښوونې هم له منځه لاړې ، او ددې محرف دین ماخذونه (مصادر) څلور تحریف شوي انجیلونه، چې (لوقا، متی، یوحنا او مرقس) نومیږي ( چی اوس هم شته – یاده دی وی چی اوس مهال له دوی سره له سلو زیات انجیلونه شتون لري ، چی ټول یې د محتوا له مخی له یو بل سره په ټکر کی دي ) او هم مهاله د پولس (Paules) یو شمیر لیکل شوې رسالې او داسی نور غوره شول، نوموړي انجیلونه خو د عیسی علیه السلام حواریینو نه دي لیکلي او د اصلي انجیل یرخه هم نه ده، بلکې د نامعلومو اشخاصو له خوا لیکل شوي دي، یواځې یو انجیل، چې له (برنابا) څخه عبارت دی [برنابا د حضرت عیسی علیه السلام د دولسو حواریینو(ملګرو) څخه یو و] د نورو ذکر شویو څلورو په نسبت یو څه سم دی. برنابا نومی حواری دغه انجیل په خپل نوم (برنابا) د حضرت عیسی علیه السلام تر پورته کیدو وروسته لیکلی دی، چې ډیر ارشادات یې صحیح دي او له قرآن کریم سره یو څه مماثلت لري. مګر بیا هم له تحریف څخه خالی نه دی.

ددی لپاره چی ښه روښانه شی چی منسوخ شوی مسیحیت (Christianism) اوس مهال نړیوال دین نه دی ، له دی امله یی پیروان د نورو خلکو ترمینځ نوموړی دین ته ددعوت حق نه لری ، لاندی دلائل موجود دی :

لومړی : لکه چی پورته وویل شول ،اوسنی مسیحی دین د الله جلاله له خوا حضرت عیسی علیه السلام ته ورکړل شوی دین نه بلکه (پولیسي دین دی) نو له دې کبله د آسماني شرائعو له لیکې بهر شو.

دوهم: په حضرت عیسی علیه السلام سوچه نازل شوی عیسوي دین یوازې د بني اسرائیلو لپاره و، دا په داسې حال کې ده چې په قرآن کریم کې هر ِإلهي استازی (پیغمبر) د خپل قوم له مینځه هغوی ته استول شوی و، مګر عیسی علیه السلام د بني اسرائیلو له قوم څخه نه شمیرل کیږي، ځکه چې هغه اسرائیلي پلار نه لري او الله په خپل خاص قدرت سره د بی بی مریم له خیټی پیداکړی دی ، په دی ډول یی قرآنکریم له آدم علیه السلام سره شباهت څرګند کړی دی (هغه داسی چی آدم علیه السلام مور او پلار دواړه نه لری مګر عیسی علیه السلام مور لری خو پلار نه : الله جل جلاله فرمایي : إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِندَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ ) ځکه نو په قرآن کریم کې هر پیغمبر خپل قوم ته وايي چې (یا قومي) مګر عیسی علیه السلام بني اسرائیلو ته خپل قوم نه وايي بلکه هر ځل ورته په خطاب کی وايي چې (یا بني اسرائیل). له دې امله دوي (مسیحیان) نورو خلکو ته د خپل دین په رسولو او تبلیغ مامور نه دي.

دریم: په (یوحنا) انجیل کې د عیسی علیه السلام له راتګ او نبوت څخه وروسته د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ په هکله وړاندوینه شتون لري، په یاد انجیل کې راغلي چې د عیسی علیه السلام څخه وروسته به یو بل پیغمبر راځي چې (فارقلیط=انگلیسي: Paraclete، لاطینی:paracletus، یونانی:παράκλητος) به نومیږي چې البته په راجح قول سره یې معنی او مفهوم (احمد) او دا د محمد صلی الله علیه وسلم له نومونو څخه دی.
قرآڼ کریم هم د یوحنا د انجیل په څیر د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په هکله د حضرت عیسی علیه السلام هغه وړاندوینې ته صراحتاً اشاره کړې چې په هغې کې عیسی علیه السلام بني اسرائیلو ته د خپل نبوت په پای کې د یو بل نبي چې (احمد) نومیږي د راتګ خبر ورکړی. الله تعالی فرمايي (وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ سورت الصف آیت : ۶).
اوس دا چی معاصر مسیحیان یوحنا د خپل دین یو قوی مآخذ ګڼی باید چی په دغه فرموده یی عمل وګړی او د (فارقلیط = احمد) بعثت او رسالت ومنی.

له دې نه په ښکاره ډول معلومیږي چې انجیل او قرآن کریم دواړو د حضرت عیسی علیه السلام د دین خاتمه (Expiry Date) په نښه کړی.

له دی امله د محمد صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته مسیحیان په نړۍ کې خپل دین ته خلک دعوتول به ددې معنا ولري چې یو ډاکټر خپل مریض ته د سمې دوا پر ځاي له مودې تیره هغه دوا ورکوي چې اصلاً زهر ورځینی جوړ شوی دی ، او طبیعی ده چی زهر یوه وژونکی ماده ده ناروغ لاڅه د روغ انسان د مړینې حتمي لامل هم کیږي.

اوس دوي څنګه کولی شي چې انجیل په شا په اسلامي ملکونو کې د (تنصیر=تبشیر Christianism) دعوت پر مخ بیايي او خلکو ته د نجات پر ځاي د هلاکت اسباب او وسایل برابروي؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سیلاب صاحب ، تاسی په ډیره ښه موضع لیکنه کړی زه به هم څه ورسره ورزیات کړم او هغه دا چه : ۱ ـ که د لیکنی عنوان سره دی [[ اوسنی یا معاصر ]] ور زیات کړی وو ښه به وو یعنی د نن مسیحت خو هسی نوم او اخلاقی اړخ پاتی دی چه غلا مه کوی خلک مه وزنی اوداسی نور، انسان ساخته ادیان هم دا وایی. ۲ ـ له ادم ع څخه تر محمد ص ټول الهی ادیان یو اسلام دی د حضرت محمد ص وخت کی تکمیل شوی، د هری زمانی د شرایطو له مخی الله… نور لوستل »

دلاور سیلاب
میلمه
دلاور سیلاب

ښاغلی الحاج استاذ بیانزی، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته هیله ده چې روغ به یاست. په بحث کې له ګډون مو یوه نړۍ مننه ستاسو د لیکنې په اړه یو څو مثبت ټکي عرض کول غواړم. لومړی: که د موضوع عنوان ته مو پام وي یعنی (آیا مسیحیت هم نړیوال دین دی او پیروان یې باید اسلام په څیرخلک ورته را دعوت کړي؟) ښايي چې د (معاصر) یا (اوسني) کلمه به له تکراره پرته بل څه نه وي ځکه بحث په همدې اوسني محرف مسیحیت روان دی. دوهم: په قرآن کریم کې د (دین) کلمه په ټولو ځایونو کې مفرده… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

دومره چی تاسو د اسلام د دین نوم بد کړی مسیحیت دومره نام بده نده. تاسی چی کله اروپا او امریکا ته ولاړ شی بیا به تاسو ته پته ولګی چی ټوله نړی تاسو ته د ترورستانو په سترګه ګوری دا ځکه چی د دعوت او سولی لار پریښوده او د ځان وژنی لار مو غوره کړه. اسلام مو د وحشت، ځان وژنی، غربت، کرکی او شرارت دین معرفی کړ چی ورځ تر بلی خلګ تر نفرت کوي. بیا خو طالبانو اسلام خلاصه کړی وه تر ږیری او لنګی پوری.

مجاهد
میلمه
مجاهد

اجمل صاحب ! ستاسی له دی تبصری داسی معلومیږی چه تاسی له عیسویت عقیده مند او نمایندګی کوی. هغه ستاسی انتخاب دی ډیر خلک د اسلام او عیسویت ترمنځ ردوبدل کیږی مګر ۹۵ سلنه خلک اسلام او ممنکن پنځه سلنه له اسلامه عیسویت ته ولاړ شی ، دا چه له نورو ادیانو څومره خلک عیسویت منی جلا خبره ده. بیانزی صاحب د اصلی یا اولی عیسویت او اوسنی عیسویت ترمنځ ښه رڼا اچولی تکرار ته یی اړه نشته د هغه تبصره یو ځل بیا ولوله. دا چه نظم نوین جهانی ( په شکاره د عیسویت او یهودیت دعوی لری مګر… نور لوستل »

ملا جانان
میلمه
ملا جانان

مجاهد صاحب، کاشکي اجمل خان عیسوی وای. د اهل کتاب په حیث به موږ مسلمانانو ته څه رانیژدې وای. د ده د خبرو څخه واضح ښکاري چي هغه ډارونیانو د ډلي څخه دی چي آدم علیه سلام او بي بي حوا انا ته ځان منصوبول شرم ورته ښکاري او د بیزو په وارثتوب باندي افتخار کوي.

ملا جانان
میلمه
ملا جانان

زموږ افغانان ښه مطالعه کولای سي، ښه معلومات راټولولای سي، په لفاظي کي هم تر چا کم نه دي؛ خو یوه کوچنۍ ورکوټې وړوکې کمکۍ ستونځه لري… هغه دا چي د خپل عقل د تحلیل قوه یې تل ویده ساتلې وي او نه غواړي چي کار ځني واخلي.اوس ښاغلي سیلاب صاحب ته وګورۍ، د یوه ساده سوال په جواب کي یې دومره زیات څه لیکلي دي… هغه هم بیځایه وروره جواب به دي لنډ راکاټولای. چي چا ویل چي عیسویانو په خپلو هیوادونو کي مسلمانانو ته د اسلام د تبلیغ اجازه ورکړې ده؟ عیسویان خو هغه وه چي هر یو… نور لوستل »